
د طالبانو له خوا د امريکا ولس ته ليک :که سل کاله نور هم د زور کارول او نوي ستراتیژۍ تجربه کړئ نتیجه به یې بیا هم همدا وي ...
روهي (څلورنۍ/۲۵ د سلواغې)، وسله والو طالبانو په يو اوږد پرانيستي ليک کې، د امريکا له ولس او کانګرس غوښتنه کړي، چې خپل جګړه خوښوونکي مشران دې په اړه کړې، چې په افغانستان کې جګړه د خبرو او ډيالوګ له لارې حل کړي، نه د زور له لارې.
دغه پرانيستي ليک چې د طالبانو له خوا رسنيو ته استولی شوی ليکي، "امریکايي ولسه! تاسو پوهیږئ چې ستاسو سیاسي مشرانو ۱۷ کاله وړاندې زمونږ پر هیواد پوځي یرغل وکړ. دا یرغل چې هم زمونږ د خپلواک هیواد د شرعي او ملي قوانینو او هم د نړیوالو مقرراتو خلاف عمل و د توجیه لپاره یې ستاسي چارواکو د نورو په نسبت دغه دری شیان په څرګنده توګه د قانوني مجوز په حیث ارائه کول:
۱ـ په افغانستان کې په اصطلاح د تروریستانو په له منځه وړلو سره د امنیت ټینګول.
۲ـ د یوه قانوني حکومت په ایجاد سره د قانون پلي کول.
۳ـ د نشه یې توکو له منځه وړل."
طالبانو په دې ليک کې د امريکا ولس ته ويلي، چې ستاسو د مشرانو پورته درې ژمنې ناکامې او تر سره يې نه کړي. په ليک کې راغلي، چې امريکا يوازې د طالب حکومت د سکوت په موخه افغانستان ته راغله، خو نن له طالب پرته نورې وسله والې ډلې هم پيدا شوې او د افغانستان امنيت ګواښي.
په دې ليک کې د امريکا د هغه ژمنې په اړه نيوکه شوي، چې په افغانستان کې به يو قانوني حکومت رامنځ ته شي او قانون به پلی شي. په ليک کې راغلي چې موجوده او له دې وړاندې حکومتونه د ښځو پر وړاندې په تاوترېخوالي، د بشر حقوق په نقض، د مخدره موادو په توليد او کر، ادراري فساد او نورو برخو کې، د څار د نړيوالو ادارو په سر کې ځای لري.
طالبانو په ياد ليک کې، د امريکا ولس ته ويلي، چې ستاسو حکومت هغه شمېرې، چې په افغانستان کې، د امريکايي ځواکونو مرګ - ژوبله او مالي مصارف په ګوته کوي، پټې ساتي. ليک وړاندې ليکي، "په دې نا انډوله جګړه کې ستاسي د پوځي چارواکو په رسمي اعتراف (۳۵۴۶) امریکايي او نوربهرني پوځیان مړه، تر ۲۰۰۰۰ زیات امریکايي سرتیري ژوبل او په لسګونو زره نور په عصبي ناروغیو اخته شول، اګر که په واقعي ډول ستاسو د تلفاتو شمیر له دینه په مراتبو ډير دی چې ستاسې مشرانو له تاسې څخه پټ کړی دی. همدا راز په دې جګړه کې ستاسي د هیواد په تریلونو ډالره مالي لګښت وشو چې له امله یې دا جګړه ستاسي د هیواد په تاریخ کې تر ټولو خونړۍ، اوږده او له اقتصادي پلوه ملا ماتوونکې جګړه وبلل شوه."
طالبانو په تکراري ډول په دې ليک کې د امريکا له ولس او کانګرس څخه غوښتنه کړي، چې جګړه د حل لاره نه ده، امريکا په افغانستان په ډېرو نورو امکاناتو او پوځيانو سره هم نشي کولی چې بريالۍ شي، نور غوره ده، چې د جګړې له سياست تېر او د خبرو لار خپله کړئ.
دغه اوږد ليک په پښتو، دري، انګليسي، عربي او اردو ژبو ليکل شوی چې آرام پیغامونه او جدي ګواښونه پکې شوي.