
اوس ډېر ښه شوی یم له کومې ورځې مې چې فېسبوک بند کړی، حافظه مې شل فیصده ښه شوي ده او ذهني ګړبړتیا مې هم راکمه شوي ده، ځکه چې تاسو هم پوهېږئ چې فېسبوک کې کوم ډؤل موضوعات ډېر خپریږي.
فېسبوک د ښو اړیکو، مالوماتو، زده کړې او د نړۍ د پېژندو لپاره ترټولو ښه ځای دی خو ولې مونږ له دغه ځایه د ګټې پر ځای تاوان ډېر وړو، ځکه مونږ دلته هم لکه په عادي ژوند کې، افراطګر خلک یو او تل منفي ګیري او نیتکمي کوو، شهرت مئیني خلک یو او د بل په پرمختګ مو زړونه چاودیږي، خپله مو څه نه وي زده خو ولې پر نورو بیا په انتقاد کې ماهران یو، خپله له ناپوهۍ رنځیږو خو هغوی چې پوه دي او تر یؤ حده له رنځه وتلي مونږ بیا هم له پښو رانیولي یا رانیسو او په وچ زور یې رنځ ته راکشوو، که نورو ته ښه لاره ورښیو نو هغوی توهین او مختلفو ټاپو ته لاس کوي، یا برعکس مونږ، او ټکی ټکی...، ډېرې خبرې مې په زړه شته خو له مطلب مې پیچ پړه نه جوړؤم، رالنډوم یې.
زه په فېسبوک کې دومره ډوب وم چې حد یې نه درلود، که یؤ نوی ملګری به راسره معرفي شو، ټوله شپه مې که ورسره سبا هم کړه خو بله ورځ به چې راسره مخ شو، نوم به یې رانه هېر ؤ، یواځې څیره به یې یاد کې راپاتې وه هغه هم داسې نه چې ما به فکر کاوه چې دغه، هغه کس دی چې تېره شپه یې تر سهاره راسره ټوکې ټکالې او خوږې خبرې وکړې، بلکې داسې به مې انګېرله چې دا کس ما چېرته لیدلی دی!؟
ډېر به خپه کېدم چې کله به مې په دویم ځل د نوم پوښتنه ترې کوله او یا به مې ورته ویل چې ځان راوپېژنه!
په داسې کړنو ډېر رانه خپه شوي او تر ننه رانه لاره چپه کوي او یا هم ګیلې یې رارسیدلي دوی فکر کاوه یا کوي چې زه متکبر یا په اصطلاح غټه سمۍ یم پیسې مې پیدا کړي ځکه ملګري اوس نه پېژنم خو دوی له دې نه دي خبر چې زه د حافظې په هېرجن رنځ اخته یم، بلکې غټه سمۍ څه چې زه بې کارۍ دومره ځپلی یم چې د سېګرټو پیسې هم په جېب کې نه لرم خو بیا هم په هر حال شکر باسم او د ژؤند سختیو ته، نه یم تسلیم بلکې لا هم هڅه کوم، څوک چې په مادیتاتو خپل معنوي اړخ بدلوي تر هغه بل جاهل انسان نشه حتا که په هر ډؤل علومو کې دوکتور هم وي.
فېسبوک د نن زمانې یؤ داسې ځای دی چې څوک ورننوځوي بیا ترې وتلی نه شي، نو باید فېسبوک ته د راتګ لپاره ځانګړی وخت وټاکل شي، د فېسبوک یو مخ ترک کؤل هم تاوان لري خو په کې ډوبیدل یې بیا تر ټولو مضر دي، او دا دې زما په ګډون ټول یاد لري چې؛ بې روزګاري هېڅ کله فېسبوک ته د ډېر راتګ دلیل کیدا نه شي.