پوليسو د اوباما دفتر پلټلی

روهي (څلورنۍ/۲۵ د سلواغې)، په واشنګټن کې پوليسو ويلي، چې د امريکا د پخواني ولسمشر اوباما دفتر يې له هغه راپور ورسته پلټلی چې ويل شوي وو، په يو پاکټ کې سپين پوډر د نوموړې دفتر ته لېږدول شوي دي.

د راپورنو په اساس د ليک په يو پاکټ کې سپين پوډر چې د حسايت لامل کيږي، د اوباما دفتر ته استول شوي وو، چې د واشنګټن پوليسو په همدې پار تېره ورځ د نوموړي د دفتر پلټنه کړي.
 
دوه ورځې وړاندې، د امريکا د اوسني ولسمشر ټرمپ د زوی په نوم ليک راغلی وو، چې په منځ کې سپين پوډر وو، د ليک په خلاصولو سره د ټرمپ ننګور ناروغه او روغتون ولېږدول شوه.

دا دويم ځل دی، چې د امريکا د يو بل لوړپوړې کس په پته په ليک کې سپين پوډر استول کيږي. پوليسو دې دغه پوډرو طبي معايناتو وروسته ويلي، چې زهري نه دي، خو څوګ دغه پوډر د کومې موخې لپاره استوي د پوليسو له خوا يې څېړنې روانې دي.