پاکستان  خاین دولت

په پاکستان کې پنځه اسلامي مذهبونه، لکه شعیه، بریلوي، دیوبندي، اهل حدیث او جماعت اسلامي ډلې شتون لري. په ۱۹۴۹م کال د پاکستان په منځ ته راتګ سره په دغه هېواد کې ۱۸۹ مدرسې فعاله وې، اوس مهال یې شمېر د ۲۰ څخه تر ۴۰ زرو پورې ده چې له ۱.۸ څخه تر ۳.۵ میلیونه کوچنیانو ته پکې درس ورکول کیږي. له ۱۰ څخه تر ۱۵ سلنه مدرسې له افراطي سیاسي یا مذهبي ډلو سره اړیکې لري چې د حکومت په خبره یې یواځې له ۳ څخه تر ۴ سلنه مدرسې له تروریزم سره اړیکې لري. د پاکستان اکثره مدرسې د دیوبندي فرقې له زده کړو څخه پیروي کوي.

د دیوبند فرقه چې د سني مذهب له څانګو څخه ده چې له وهابیت څخه ډېره اغیزمنه ده. ډیری شمېر افراطي ډلې لکه د د طالبانو تحریک، مجلس احرار الاسلام، سپاه صحابه، لشکر جنګوي او طالبان هم له دیوبندي فکر څخه اغيزمن دي. په پاکستان کې ډېری کوچنیان مدرسو ته د زده کړو لپاره لاس رسی لري، په ځانګړې توګه په کلیوالي سیمو کې چې دولتي ښونځي شتون نه لري او یا که چېرته شتون هم ولري، کافي امکانات او کارکوونکې نه لري. کوم امکانات چې مدرسې یې په کلیوکې د کوچنیانو لپاره برابروي وړیا دي لکه ډوډۍ اوځای...

د سپټمیبر د یوولسمې پېښې د څیړولو کمیسیون ویلي وه، چې په پاکستان کې مدرسې «د زده کړو لپاره یواځینی فرصت ده» تر څو، چې په پاکستان کې اکثریت اسلامي مدرسې د دیوبندي ډلې پیروه وي په دغه ټولنه کې به تکثر کومه مانا ونه لري.

پاکستان څنګه کولی شي، د دغه تعصبونو ریښه چې د مدرسو له لارې په ټولنه کې غزیدلې پرې کړي؟ نو ویلی شو، چي د مدرسو داصلاح لپاره هڅې شوې خو تحقق یې نه دی موندلی. دولت ډیر کم اقدامات د هغو مدرسو په وړاندې کړي، چې له تروریزم سره لاس لري. د مدرسو د اصلاح پروژه، چې په ۲۰۰۶م کال کې مطرح شوه غوښتل یې، چې د رسمي او مذهبي زده کړو ترمنځ تعادل رامنځ ته کړي او د مدرسو په درسي پروګرامونو باندې ټولنیز او تجربي علوم، مذهبي تسامح او د بشر حقوق ور زیات کړي او پکې اساسي بدلون راولي. دغه پروګرام یواځې ۶.۳ سلنه ديني مدرسې تر خپل پوښښ لاندې راوستلی شوای. په ۲۰۰۸م کال کې د پاکستان د پوهنې وزیر راپور ورکړ، چې په تېرو ۶ کلونو کې له ۱۰۰ میلیونو ډالرو څخه، چې د مدرسو د اصلاح لپاره په نظر کې نیول شوي وه یواځې ۴ میلیونه ډالر لګول شوي، چې په دغه برخه کې د یوې کمېټې «د مدرسو د اصلاح کمیته» جوړول هم په نظر کې نیول شوي وه خو لا تر واسه یې څرک ونه لګېد. د نواز شریف په «ملي اقدام پروګرام»( National Action Plan) کې چې په ډسمبر میاشت کې رامنځ ته شو په لسمه برخه کې یې د مدرسو په اړه داسې ویل شوې وو « په مدرسو باندې د قانون د وضع کولو او ثبت پروګرام د سرته رسولو په حال کې دی ».

تر اوسه پورې هیڅ جامع او دايمي طرحه د مدرسو د اصلاح لپاره نه ده عملي شوي دولتي مقامات د مذهبي مقاماتو د تند غبرګون له وېرې دغه ډول اقدام نه کوي. په پاکستان کې د نفرت اوتندلارۍ تخم وکرل شو.«روبینا سایگول» د زده کړو د چارو کارپه وایي، چې « ما څو ځلې ویلي، چې زموږ دولتي سیسټم، خپله د پاکستان یوه لویه مدرسه ده» . په پاکستان کې د تندلارې زده کړو په وړاندې مبارزه، د مذهبي تندلارۍ درول او د تاوتریخوالي له منځه وړلو لپاره باید دولت د اوسنیو مدرسو د زده کړو د نظام پر ځای بل درسي نظام رامنځ ته او درسي پروګرامونه یې قانوني کړي. د دغې برخې لپاره د پیسو او نورو سرچینو ځانګړي کول به د پاکستان د زده کړو له نظام سره مرسته وکړي ترڅو له مذهبي تندلارۍ او تاوتریخوالي څخه را ووځي. له دغو مهمو او حیاتي اصلاحاتو څخه پرته به پاکستان هغه هېواد وي، چې له مذهبي ډلو څخه به ساتنه ونشي کړای او د تندلارۍ په لمبو کې به سوځي لکه اوس چې پکې سوځي. په پاکستان کې د بنسټ پالنې رېښه د دې هېواد پخواني لومړي وزیر ذولفقار علي بوټو او جنرال ضیاءالحق وختونو ته ګرځي، چې غوښتل یې دغه هېواد ته ديني صبغه ورکړي.

ضیاءالحق په ۱۹۷۹م کال کې د هېواد درسي پروګرامونه د مذهب په اساس جوړ کړل. لیاقت علي خان، د پاکستان له سیکولرانو څخه وه. د دولت اسلامي کول او له اسلام څخه یې د یوې ایدئولوژې په توګه ددې لپاره ګټه پورته کړه، چې ترڅو وکولی شي هغه نفاقونه او جنجالونه، چې په ټولنه کې یې خپاره شوي وه او دوی ته بالقوه ګواښ وه محوه کړي ترڅو خپل جمعیت په یوه متحده اسلامي ایدئولوژۍ کې سره راټول کړي. په ۱۹۷۱ م کال کې د بنګلادېش له لاسه وتلو څخه وروسته، د پاکستان د وخت لومړی وزیر ذوالفقار علي بوټو په پاکستان کې د قومونو ترمنځ د شته درزونو د مخنیوي او پیوستون په موخه اسلام ترویج کړ. حکومت هم د اسلامپالو په څېر داسې انګېرله، چې د دولت د انسجام لپاره دې د حکومت کولو او د ټولنې د اداره کولو په موخه دې له اسلامي افکارو څخه ابزاري ګټه واخیستل شي. بوټو د پاکستان اړیکې د فارس خلیج له عربي هېوادونو سره ټینګې کړې او عربې ژبه یې په درسي نصاب کې زیاته کړه (او د اسلامي مطالعاتو د متخصصانو لپاره یې بوختیاوې رامنځ ته کړې).
ضیا په ۱۹۷۷م کال کې بوټو له قدرت څخه کړ، د سني اسلام رول یې په حکومت او سیاست کې زیات کړ. ضیاء حکومت ته د اسلامي کولو په برخه کې لکه په شته قوانینو باندې بیا کتنه او له قران او سنتو سره یې د برابرولو په برخه کې د سخت دریځه علماو واک زیات کړ ضیاء غوښتل، چې د تعليمي نصاب له لارې اسلامي ائدیولوژي ترویج کړي اسلامي فکر ته د ضیاء نيږدې کېدل په حقیقت کې د نظامي حکومت توجیه کول وه.
 
د ضیاء دا هڅې چې غوښتل یې اسلامي شریعت تحمیل کړي د مذهبي ډلو ترمنځ د دې پر سر، چې کوم ډول اسلام دې جاري شي لانجې رامنځ ته کړې. د افغانستان لومړۍ جګړه (۱۳۶۸ ـ ۱۳۵۷) او وروسته د کشمیر پاڅون (۱۳۷۸ – ۱۳۶۸) په پاکستان کې د تند لارۍ په ډېرېدلو کې ځانګړی تاثیر درلود که څه هم دواړو پېښو مذهبي او جهادي بوی درلود ولې په حقیقت کې دواړه سیاسې وې. میلیټ براون چې په پاکستان کې د سی آی ای د ادارې رییس وه وایي، چې امریکا او سعودي عربستان د ۸۹-۱۹۸۶م کلونو په اوږدو کې له پاکستان سره ۵/۳ میلیارد ډالره مرسته وکړه ترڅو په افغانستان کې جهاد پیاوړی کړي. د سیا د سازمان موخه له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو ایستل وو. د دې کار لپاره یې په پاکستان کې ديني مدرسې رامنځ ته کړې ترڅو هغه زده کوونکي چې په ديني مدرسو کې یې زده کړې بشپړې کړې وې په دغو مدرسوکې په جهاديونو او یا هم مبارزینو بدل کړي ترڅو په افغانستان کې د شوروي ځواکونو په وړاندې وجنګیږي. په افغانستان کې د جهاد له ختمېدواو د مجاهدینو له بریالي کېدو څخه وروسته پاکستان غوښتل چې دغه نسخه په کشمیر کې هم پلې کړي.
 
پاکستان هغه جهادي ځواکونه، چې د افغانستان له جګړې څخه وروسته بېکاره شوي وو د کشمیر جبهې ته یو وړل ترڅو په دغه سیمه کې د هند په وړاندې په بیلابېلو برخو کې مبارزې په مخ یوسي. داځل مجاهدین د هغې جګړې لپاره چې د هندي کفارو په وړاندې د جهاد تر نامه لاندې تعریف شوې وه او (ای اس آې) یې مستقیم مدیریت په غاړه درلود تیار شول. د پاکستان پوځ په هېواد کې د ملې پیوستون د رامنځ ته کولواود ملت د یو کېدلو لپاره په ځانګړې توګه د هندو هند په وړاندې اسلام پالنه یوه ښه وسیله بولي. د شلمې پیړۍ په دویمه نیمايي کې د پاکستان پوځ او (دولتي چارواکو) هڅې وکړې ترڅو «نظامي اسلام پالنه» په داسې ډول مدیریت کړي، چې د دولت د «ملت جوړونې» په سیاست کې د یوه مرسته کوونکي عامل په توګه ځانګړی رول ولوبوي، پرته له دې چې خپلې اړیکې ېې له لودیځ سره کړکیچنې شي. له بل پلوه پوځ او په ځانګړې توګه (ای اس آې) چې هم د هېواد په دننه کې له ځانګړي اقتدارڅخه برخمنه ده اوهم د هېواد د بهرني سیاست د اصلې چلونکو په توګه چې د افغانستان او کشمیر په اړه لومړۍ خبره دوی کوي، له مذهبي ډلو څخه خپلو موخو ته د رسیدو لپاره ډیره ګټه اخلي. دغه نهاد په ښکاره توګه په کور دننه پاکستان او له کوره بهر په افغانستان او کشمیر کې د مذهبي ډلو ایجاد او پرورښت په غاړه لري.
 
امریکایان هم په دې اعتراف کوې چې د پاکستان د پوځ په همکارۍ مو تندلارې جهادې ډلې رامنځ ته کړې ترڅو له کمونیزم سره مقابله وکړي. یوه کور ناستې پاکستانې افسر لیکلې چې د جنرال ضیاءالحق د سیاستونو اغېز « د وسله والو ځواکونو په منځ کې د تندې اسلام پالنې زیاتیدل وه. چې د نظامیانو ایدئولوژي په تند لارۍ واوښته، چې تخصص پالنه پکې تر پښو لاندې شوه. که چېرته له دغو نظریاتو سره مقابله ونه شې د یوه وسله وال پوځ بنسټ، چې له مسلکې اړخه پیاوړې او له ټکنولوژیک اړخه پرمختللی دی له منځه یوسې». دپاکستان اټومې پرګرام د سویلي اسیا لپاره ښه راتلونکې نه لري، د پوځ کنټرول په اټومې وسلو باندې ډیرې اندنېښنې را ولاړې کړي.د پاکستان اسلامي بنسټ پاله ګوندونو د پوځ په وینه او پوست کې ځای نیولی. د وزیرستان، سوات، پاړه چنار، باجوړ او نوروسیمو حالات ورځ تربلې خرابیږې او د دې خطر زیات دی، چې د افغانستان د دولت مخالفین په ځانګړې ډول اسلامي بنسټ پالي، چې په پاکستان کې اډې لري اټومې وسلو ته لاس رسی پیداکړي. چې په هغه وخت کې به د اټومې وسلو د خوندې کولو لپاره د نړۍ اقدام بې ځایه وي. د پاکستان پوځ تر اټومې چتر لاندې ډېرې خطرناکې لوبې روانې کړي.
 
پوځ فکر کوې چې اټومې وسلې یې هېواد له بهرنۍ حملې او بې ثباتې څخه ژغورلی شې خو پوځ د روسیې سرنوشت هیر کړې، چې په نړې کې تر ټولو د زیاتو او قوې اټومې وسلو درلودونکی و. چې د سړې جګړې په دوران کې یې د امپراتورۍ او برم د ټوټه کېدو د مخنیوي په برخه کې اټومې وسلو کوم رغنده رول ونه لوباوه او د زوال کندې ته ولوید، لرې نه ده، چې د پاکستان داخلي بې ثباتي به د دې هېواد ټوټه کېدو ته زمینه برابره کړې او له روسیې څخه به په بد برخلیک اخته شي. د پاکستان پوځ د مذهبي تندلارو ډلو د روزلو لپاره د پښتنو له سیمو څخه کار اخلي، چې دې کار په دغه سیمه کې ډېر ناورینونه رامنځ ته کړي دغه سیمې، چې اسلامي تندلارو ته پوځ د اوسیدلو زمینه پکې برابره کړي ډېر زیانونه لیدلې. د دغې سیمې وګړي په خپله خاوره، تل تحقیریږي، وژل کیږي او په هره برخه کي د حکومت له لورې ظلمونه ورسره روان دي. د دغو مظلومو وګړو د صبر کاسه ډکه شوي چې اوس یې د جبر او ظلم د پاې ته رسېدو له پاره پاڅونونه شروع کړي او د رېښتنې ازادۍ لپاره یې مبارزو ته دوام ورکړی. دوې ته دا جوته شوي، چې که چېرته د نورو ملتونو په څېر عزتمند او له پرمختګه ډک ژوند ولري نو باید د لوې افغانستان تر نامه لاندې لراو بر بیرته سره یوځای شي.