د برېټانیا په لېسټر پوهنتون کې شوې څېړنې ښيي، چې د کب پروټین د زړه د روغتیا لپاره ګټور تمامېږي. څېړنو په کبانو کې موجود پروټین د زړه او وینې د رګونو په درملنه او دغه راز د مغزي سکتې، د زړه حملې او د زړه د ضعف په مخنیوي کې اغېزناک بللي دي.
د کبانو پروټین چې پېټید هم ورته وايي، په ځينو پلورنځیو کې پلورل کېږي. تر دې مخکې د امریکا د زړه ناروغیو ټولنې ویلي وو چې د کب پروټین نااشباع شوي غوړ او امېګا ۳ غوړ اسیدونه لري، چې ټول د زړه لپاره ګټور دي. د دې ټولنې له خوا په چاپ شوې مجله کې راغلي، چې لږ تر لږه په اونۍ کې یو ځل باید د کب غوښه وخوړل شي. د کبانو غوښه د نارینه و جنسي ځواک هم پیاوړی کوي. د کب غوښه د وينې د زياتوالي، پاکوالي او په ځانګړې توګه د اعصابو لپاره ډېره ګټوره ده. ډاکټران وایي، هغه څوک چې د اعصابو ستونزه لري، په اونۍ کې باید هرو مرو يو ځل د کب غوښه وخوري.
وروستي