
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۲۳مه) د امريکا د ولسمشر مرستيال مايک پېنس له سويلي کوريا غوښتنه کړې، چې شمالي کوريا پر ضد تګلاره خوشې نه کړي او له اقتصادي او ډپلوماتيک پلوه د دې هېواد د منزوي کولو چارې جاري وساتي.
هغه له پيونګ چانګ نه له راستنېدو وروسته امريکا کې خبريالانو ته ویلي، امريکا او سويلي کوريا د شمالي کوريا د اتومي پروګرام پر وړاندې تر اوسه يو موټی دي.
ښاغلي پېنس زیاته کړې، امريکا او سويلي کوريا به د شمالي کوريا د اتومي او بالستيک پروګرامونو پر ضد خپلې هڅې جاري ساتي.
د سویلي او شمالي کوریا ترمنځ له ډير وخت وروسته د روغې جوړې خبرې پیل شوې خو امریکا یې ترمنځ مداخله کوي.
امريکا غواړي دغه خبرې پايله ونه لري او دواړه کورياګانې جلا پاتې شي.
بل خوا ښاغلي پنس پر خپله ټويټر پاڼه هم لیکلی، چې د هر ډول خبرو اترو د پيل لومړی شرط دا دی، چې شمالي کوريا د خبرو پر مېز د اتومي پروګرام د پرېښودلو ژمنه وکړي.
د امريکايي مرستيال ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د سيئول له اعلان سره سم د شمالي کوريا مشر کېم جونګ اون جنوبي کوريا کې خپل سيال مون جای اېن د شنبې په ورځې پيونګ يانګ کې غونډې ته وربللی و.