مسکو: د امريکا په شمول هر هېواد چې د امن احساس نه کوي، مونږ پرې S-400 خرڅولی شو

روهي (دوه نۍ/۲۳ د سلواغې)، په مسکو کې د روسيې د سټراټېژیک او دفاعي ارګان مشر راسټيک وايي، د امريکا په شمول هر هغه هېواد چې په خپل هوايي قلمرو کې د امن احساس نه کوي، نو مونږ پرې S-400 د هوايي مدافعي سېسټم خرڅول شو، ترڅو ياده ويره يې ورکه شي.

په مسکو کې چارواکي وايي، چې S-400 کوم تعرضي سېسټم نه دی، بلکې د هېوادونو د ساتنې لپاره S-400 يو دفاعي سېسټم دی.

د S-400 هوايي دفاعي سېسټم کولی شي، چې هوايي توغندي او راکټونه له ۴۰ څخه تر ۴۰۰ کېلومترۍ په واټن کې، مخکې له دې چې هدف ته ورسيږي لاندې وغورځوي.
 
د S-400 هوايي مدافعي سېسټم تر اوسه له روسيې څخه ترکيې او چين اخېستلی دی؛ هند، قطر او سعودي عربستان هم له مسکو سره په دې اړه خبرې کوي، چې دغه S-400 سېسټم له روسيې څخه تر لاسه کړي.

روسيه اوس مهال هڅه کوي، چې د S-400 څخه پرمختلی S-500 د هوايي دفاع سېسټم منځ ته راوړي.