
(روهي ـ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۲۳مه) امريکا پوځي الوتکو په سوريه کې پر خپلو وسلهوالو پلويانو بمباري کړې دی.
د راپورنو له مخې، دا بمباري د سوريې د نفتو په تر ټولو بډايه سيمه ديرالزور کې کړې دی.
ویل شويو چې په برید کې د پي کې کې وسله والې ډلې ۳۰۰ تنه غړي وژل شوي دي.
ویل شوي، د پي کې کې وسله واله ډله او څو نورې څانګې یې د امريکا له لوري حمايه کېږي.
دغو ډلو په دې وروستيو کې ترکيې ته ستر سردردی جوړ کړی دی.
د ترکيې ولسمشر امريکا ته ګواښ وکړ چې دا او نور ټول هغه ترهګر به په چټک ډول له منځه يوسي چې امريکا يې روزنه کوي او وسلې ورکوي.
ترکيې پوځیانو له دې ګواښونو وروسته په سوريه کې د همدې ډلې پر ضد پراخ عمليات پيل کړل.