هانګ کانګ: د بس موټر په ټکر کې، ۱۸ کسان وژل شوي

روهي (۲۳ د سلواغې)، د چين په هانګ کانګ ايالت کې تېره ورځ د يو تېز تلونکي بس موټر د ټکر له امله ۱۸ کسان وژل شوي دي.

د هانګ کانګ د پوليسو په وينا، د اور وژنکو ډله د پېښې ځای ته رسېدلي، چې په بس موټر کې پاتې نور مسافر وژغوري. دوی وايي چې ۱۸ کسان وژل شوي او په لسګونه نور ټپيان دي.

د پېښې عيني شاهدان وايي، چې د بس موټر چلونکی د ياد سړک د قانوني ټاکل شوي سرعت څخه په ډېر سرعت سره روان وو، چې ياده پېښه يې رامنځ ته کړه.

د چين د قانون مطابق، که موټر چلونکی ملامت وپېژندل شي، نو د هر قرباني کورنۍ ته به د ۱۰۲۳۰ امريکايي ډالر د جبران په توګه ورکوي.

دا راپورنو پر بنسټ په تېرو ورستيو کالنو کې، دا په هانګ کانګ کې تر ټولو لويه ترافيکي پېښه بلل شوي.