
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۲۳مه) د راپورونو له مخې په ایران کې یوه ایراني الاصله کاناډايي چې د جاسوسۍ په تور بندي و، په زندان کې ځان وژنه کړې.
هلته د تهران څارنوال عباس جعفري دولت ابادي ویلي، کاووس سعید امامي چې د جاسوسۍ په قضیه کې له تورنو کسانو څخه و، وروسته له هغې ځانوژنه وکړه، کله چې خبر شو چې ډېرو کسانو پرې شاهدي ورکړې او خپله یې هم اعتراف کړی دی.
معلوماتو له مخې، ښاغلی امامي د ایران په امام صادق پوهنتون کې د ټولنپوهنې استاد و چې د جنورۍ د میاشتې په ۲۴ مه ونیول شو.
د هغه زوی رام امامي په خبر ټوټير پاڼې لیکلی:
"د پلار د مرګ د خبر درک کول راته ناممکن دي او اوس هم باور نه شم کولای."
سعید امامي د چاپېریال ساتنې یو فعال و چې د ایران او کاناډا دوه ګونی تابعيت یې درلود.