مصري پوځیانو په سینا ټاپووزمه کې ۱۶ سخت دریځي وژلي

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز،سلواغط۲۳مه) د مصر هېواد پوځ خبر ورکوي، چې د سینا په ټاپووزمه کې یې ۱۶ تنه سخت دریځې وژلې او تر۳۰ تنو زیات نور یې نیولي دي.
 
د مصر پوځ تیره ورځ ویلي و، چې په یاده سیمه کې یې د  د وسلو د زېرمو، موټرو او د تریاکو د کروندو په شمول، لسګونه نور اهداف هم وران کړي دي.
 
بل خوا ویل شوي، چې د دې هېواد ولسمشر عبدالفتاح السیسي امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې د دې میاشتې تر پای پورې دې سخت دریځي وځپي.
 
هغه د سخت دریځو د ځپلو لپاره، د نومبر په میاشت کې درې میاشتنی ضرب الاجل وروسته له هغې وټاکه چې وسله والو د سینا په شمال کې په یوه جومات کې په بمي چاودنو او ډزو ۳۱۱ کسان ووژل.
 
د سینا ټاپووزمه له اسرائیلو او غزې له تړانګې سره پوله لري.