
په ګران هیواد افغانستان کې اوسنی سیاسي بهران یواځې د ټول ټاکنو له لارې حل کيدلاي شي. ټول ټاکنې هغه مثبت اوحقوقي رکن دي، چې د هیواد اساسي قانون اولس ته کامل حق ورکړي دي تر سو وکولای شي خپل راتلونکی اولسمشر د خپلو رایو په کارولو سره وټاکي.
دټول ټاکنو یواځنی هدف دا دی، چې د هیوادوالو د غوښتنو پر بنیاد په هیواد کې د سالم بدلون لپاره په سولیزه توګه سیاسي قدرت داسې چاه ته وسپارل شي، چې د ولس له خوا یې زیاتې رایې تر لاسه کړي وي او اولسمشر ټاکل کیږي۰ بله خوا د افغانستان مظلوم او بې چاره ولس د تل په شان له امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره قرباني ورکړي؛ د ټول ټاکنو په پروسه کې يې برخه اخستي او خپلې رایي کارولي دي.
د شپاړسو کلنو په درشل کې د افغانستان ولس د ټول ټاکنو په اساس دوه ځلې ولسمشر ټاکلی دی او د درېیم ځل لپاره یې دوه ځله په ټول ټاکنو کې ګډون وکړ، چې په نتیجه کې د محترم ډاکتر عبدالله او محترم ډاکتر اشرف غني تر منځ د ولس د رایو لاسته راوړلو پر سر لويې اختلاف را څرګند شو.
محترم ډاکتر عبدالله ټینګار کاوه، چې زما رایې زیاتې دي زه باید ولسمشر شم، او محترم ډاکتر اشرف غني ټینګار کاوه، چې زما رایې زیاتې دي او زه باید ولسمشر شم، چې بیا د جان کري په وساطت دیوه تفاهم په اساس د ملي وحدت حکومت منځ ته راغي او محترم ډاکتر صاحب اشرف غني د ولسمشر په حیث او محترم ډاکتر صاحب عبدالله د رئیس اجرائیه په حیث مظلوم او جنګځپلي اولس ته ور معرفي شول.
دا چې د پخواني ولسمشر محترم حامد کرزي او د ملي وحدت په حکومت کې لاسته راوړني او یا غفلت شوی دی، دا زمونږ بحث نه دی، د ګران هیواد د سیاسي ثبات لپاره اړيڼه ګڼم، چې اوس مهال د ملي وحدت د حکومت مشران د ټول ټاکنو د خپلواک کمېسیون ټولي تخنیکي ستونزې په لیوالتیا سره حل کړي، دا ځکه چې ولس غوښتنه ده، بل دا چې یواځنۍ لاره د ټول ټاکنو بنسټ دی، چې په هیواد کې پر سولیزه توګه د قدرت د سپارلو لپاره لاره برابره وي.
په هیواد کې د ټول ټاکنو د خپلواک کمیسیون اوسنۍ تخنیکي ستونزې او ټول ټاکنو ته پاتې کمه موده دا هغه مهم موضوعات دي، چې هیوادوال یې له تشویش سره مخامخ کړي دي.
تر هر څه مهم دا چې هیوادوال د تل په شان د سالم بدلون غوښتنه کړي هغه دا چې اجتماعي عدالت، تل پاتې سوله او د اداري فساد له منځه وړلو ته سترګې په لاره انتظار باسي، خو له بده مرغه چارواکي لکه دتل په شان لوټه په اوبو کې ایښودل او بیا پري تیریدل غوره ګڼلي دي.
په حقیقت کې د خجالت او د عار ځاي دا دی، چې دنیاوال افغانستان د کونډو، یتیمانو او یو جنګځپلي هیواد په حیث پیژني، اما د۱۶ کلونو په درشل کې، چې هر چا د ارګ واکي اخېستيې ده، صرف د اقتدار د بقا لپاره او خپل سلیقوي رفتار او کیردار يې په نظر کې نیولی دی. که واقعیت ته ځیر شو، په نړۍ کې داسې هیواد نشته، چې یو قوي محکم سیستم ونه لري، زمونز په هیواد کې د ولسمشر چې دوره ختمه شي، نو د سیستم دوره هم ورسره ختمه شي، او یا که مو ولسمشر وفات کیږي نو سیستم هم ورسره وفات شي، ځکه هر څوک چې واک ته رسیدلي دي نیت يې صرف د اوبونه تیریدل دي او نه د بنسټونو جوړول.
که د هیواد تاریخ ته په ځیر شو که اسلام پاله وو، اوکه چپیان وو ټولو په ټول ټاکنو ټینګار کولو، اخ کاشکې! په تیرو ۱۶ کلونو کې په هیواد کې صرف د ټول ټاکنو د خپلواک کمیسیون لپاره کار شوي وای، نو راتلونکو نسلونو ته به مو د هیواد دسیاسي نظام د بدلون لپاره د یوه قوی او محکم سیستم خاوندان وو، له بده مرغه یو قوي او مستحکم بنسټ جوړ نشو، بلکه له ستونزو نه ډک کمېسیون د افغانستان د ولس په برخه شو.
زما مشوره ولسمشر ډاکتر صاحب اشرف غني او رئیس اجرائیه ډاکتر صاحب عبدالله ته، مهرباني وکړئ، دټول ټاکنو د کمېسیون تخنیکي ستونزو ته مثبت ځواب ورکړئ، او ټول امکانات مو په کار واچوئ، چې ټول ټاکني پر خپل وخت په هیواد کې سرته ورسیږي، چې په دغه کار کې ستاسې هم خیر دی او د هیوادوالو غوښتنه هم ده.
د هیواد د ابادي پر موخه تر سلیقوي اختلافاتو څخه تیر شئ او په ملي فکر راټول شئ، پاتې شوی وخت مو یواځې د ټول ټاکنو د شفافیت لپاره وکار وئ او ستاسې ښاغلیو او عالي جنابانو لپاره غوره موقع ده، چې سر له اوسه په مدني ټولنه، اجتماعي بنسټونو، سیاسي ګوندونو، علماو کرام، ناحیوي شوراګانو، ښاري شوراګانو او د عام ولس ته په عملي توګه ثابته کړئ، چې تاسې د شفافو ټول ټاکنو داجراء کولو لپاره ژمن یاستی، نو ولس ستاسو ښاغلیو عملي ګام ته سترګې په لاره دی.
د سوکاله او اباد افغانستان په هیله