
روهي (يوه نۍ/۲۲ د سلواغې)، د روسيې د کورني پرواز الوتکه، چې د مسکو له هوايي ډګر څخه يې د سويلي مسکو يورالس هوايي ډګر ته الوتنه درلوده، لويدلي او ټول کسان په کې وژل شوي دي.
د روسي چارواکو په وينا، الوتکه نن ورځ (يوه نۍ) له غرمې وروسته لويدلي، چې ۶ کسان د الوتکې عمله او ۶۵ مسافرين په کې وژل شوي دي.
سيمې ته رسيدلی حکومتي پلاوی وايي، چې له څېړنو وروسته مالومه شوه چې د الوتکې ټوله عمله او په کې تلونکي مسافر وژل شوي دي.
دغه الوتکه د ساراوتوف هوايي کرښې الوتکه وه، چې د روسيې او قزاقستان سويلي پولې ته نېږدې لوېدلې ده.
روسيې چارواکي وايي، چې ياده الوتکه له پرواز لس دقيقې وروسته له رادار څخه ورکه شوه، چې وروسته يې د لوېدلو خپرونه خپره شول.
د ساراوتوف هوايي کرښې وياند ایلینا ورونوف رسنيو ته ويلي، چې د الوتکې د لوېدنې څرګند لامل تر اوسه نه دی مالوم، خو د نوموړي په وينا چې يادې الوتکې کومه تخنيکي ستونزه نه درلوده.