سعودي عالم: ښځې د چادري په اغوستو مکلفې  نه دي

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۲۲مه) په سعودي عربستان کې د سترو علماوو د ټولنې يوه غړي شيخ عبدالله المطلق ویلي، ښځه د چادري په اغوستو نه ده مکلفه، خو هغه زیاته کړې په داسې حال کې، چې ښځه خپل ستر په خپله کولی شي.
 هلته د ټولنیزو رسنیو فعالانو بېلابېل غبرګونونه ښودلي، چې دا فتوا هم د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان پلان برخه ده.
د ځینو فعالانو په وینا، ولي عهد غواړي سعودي له مذهبي حلقو ازاد کړي.
ښاغلي شیخ عبدالله المطلق ویلي، چې د نړۍ نوي سلنه مسلمانانې ښځې چادري نه پېژني او موږ په مکه او مدينه کې پرهېزګارې ښځې ګورو، چې د قرانکريم حافظانې هم دي، خلک د الله تعالی لارې ته دعوتوي، خو دوی هم چادري نه لري.
بل خوا د رویټرز خبري اژانس خبر له مخې، د ۲۰۱۶ میلادي کال پر مهال په پلازمېنه رياض کې مذهبي پوليسو يوه ښځه له دې امله نيولې وه، چې عباء يا چادري يې نه وه پر سر کړې.
د محمد بن سلمان د پلان له مخې په سعودي کې لوبغالو ته د ښځو د ورتلو اجازه ورکړل شوې، همدارنګه د موسیقي محفلونو کې هم ښځو ته عامه اجازه ورکړل شوې او د لومړي ځل لپاره سعودي کې د حکومت تر سرپرستۍ لاندې د سينما جوړلو چارې هم پيل شوي دي.