
په ۱۹ پیړۍ کې بریتانیا د استعمار په نشه کې وه او روسې د زبر ځواک په توګه د منځنۍ آسیا هیوادونه یو په بل پسې لاندې کول.
افغانستان د دغو لویو قدرتونو د لوبو په میدان بدل شو، د افغان او انګلیس په لومړۍ جکړه کې له ماتې څخه وروسته، بریتانې په دویمه جکړه کې افغانستان ونیو. او ګندمک تړون له لاسلیک څخه وروسته افغانستان په تحت حمایه هیواد بدل شو!!!
روسې د افغانستان په شمال لویدیځه برخه برید وکړ بریتانیه له روسې څخه په ویره کې شوه او د هغوي د نفوذ محدودولو لپاره ئي په ۱۸۸۷ کال کې د افغانستان شمالي ولایتونه معلوم او سرحدات یې وټاکل.
دا چې د ډیورنډ په اړه اوس کوم کره سند او لاسلیک شوي اسناد په لاس نه دي راغلي مونږ د دغې کرښې په اړه لا په سې ډېر یقیني کوي، چې ګوندې دغه منحوسه کرښه هغه وخت پر افغانانو په زور سره منل شوېده.
که فکر وکړو چې دغه کرښه هغه وخت لاسلیک شوي هم وي، نن یې د وخت څخه ۲۵ کاله مخ په تېرېدو دي.
په هر صورت :
داسې ویل کېږي چې د وخت امیر عبدالرحمن خان په ( ۱۸۹۳ ) کال کې د برېتانوي هند سفیر سر ماتمر ډیورنډ سره ( ډیورند ) کرښې تړون لاسلیک کړ.
د ډیورند کرښې تړون په کرښه د میشتو پښتنو غوصه را وپاروله او د بريتانیې د پولو پر ټاکلو کمیسیون باندې، د وزیرستان په سیمه کې بریدونه وکړل او دغه کمېسون ونه شو کړای چې علامه ګذراي وکړي.
داسې ویل کېږي چې د ډیورنډ کرښه په سپن بولدک سیمه کې ۲۵ متره او د تورخم په سیمه کې ۱۵ متره په نښه شوه او بس، دغه وخت ( ۱۸۹۴ـ ۱۸۹۷ ) کالونه ول.
داسې ویل کېږي چې یاد تړون په (۱۹۰۵) کال کې په امیرحبیب الله باندې یوزل بیا د ۱۲ لکه هندۍ کلدارو په بدل کې لاسلیک شو.
د پاکستان د رامنځته کېدو له وخته افغان دولت بریتانیا ته خپله اندیښنه وښوده او کله چې پاکستان د ملګرو ملتو غړیتوب اخیستلو افغانستان منفي رايه ورکړه.
د پاکستان تر جوړیدو دوه کاله وروسته افغان پارلمان د بریتانيې سره ټول تړونونه لغوه اعلان کړل او ډیورند یې یوه تقلبي او تحمیلي کرښه وبلله.
حبیب الله خان نه غوښتل چې د پلار تړون لاسلیک او تائيد کړي نوموړي هندوستان ته له ورتګ او د پلار د تړون له منلو څخه انکار وکړ.
د نوموړي په ځواب کې بریتانویانو هغه ۱۲ لکه هندۍ کلدارې بندې کړې کومې چې د هغه پلار امیر عبدالرحمن خان ته ورکول کېدلې.
بریتانویان کابل ته راغلل او حبیب الله خان یې قانع کړ، ترڅو دغه تړون ومني؛ چې بیا ریښتیا هم هماغه شان دوام وموند.
دلته یوځل بیا د بریتانیا سؤ نیت څرګندېږي، چې ۲ تړونونه ( کندمک او ډیورند ) د بادار او تحت الحمایه دولت ترمنځ لاسلیک کیږي.
د دغه تړونونو په اړه د ویانا کنوانسیون قانون (۱۹۶۹م) په تړون زور او روشوت محکوم کوي او په پایله کې تړون باطل بولي.
د همدې کنواسیون -۵۰- مه ماده وایي که د هیواد رضالت په فساد او پیسو پوری مشروط او یا هم کوم بل هیواد استازیتوب وکړي، نوموړی هیواد کولای شی تړون ملغا کړي. او همدارنګه د یاد کنواسیون -۵۲- ماده وایي که چیرې کوم تړون د تحدید او ځواک په پایله کې رامنځته شي، د نړیوالو اصولو له مخې تړون منتهي ( لغوه ) حسابیږی.
دلته په قوی منطق دا بحث رامنځته کیدلای شي، چې ګواکې بریتانیا په یادو تړونونوکې نړیوال اصول تر پښو لاندې کړيدي.
_ پورته څرګندونو ته په لید سره زه په ډاډ ویلی شم چې لوی افغانستان خیال نه بلکه یو حقیقت دی، د وخت نیوا کګر او ښکیلا کګر بریتانوي هند چې کله هم د افغانستان یوه برخه خودمختاره او ځیني برخۍ د پاکستان په نوم یوه هېواد سره یو ځای کولې. د یوه ستر قوم په سینه یې تور ښامار را کاږه هغوی په سیمه کې د پیړیو جنګونو او ګډوډیو پنځولو لپاره هڅه کوله!
چې تقریبآ په دی کار سره بریالي هم شول د سیمې هېواد نو او حتا اسیا په لویه وچه کې شته جنجالونه همدوي د پاکستان په واسطه پنځوي او له منځه یې وړي.
خو د یو ټبر ( قوم ) خلک چې هغوي ( د ویني او هډوکي ) تړښتي اړیکي لري هیڅکله نه شي جلا کولای د هغوی زور زیاتی، جبر او ظلم تر یوې پیړۍ او څو لسیزو ور اوړي.
چې دغه برېمن قوم یې په خپل منځ کې جسمآ جلا وساته خو روحآ حتا یوه شیبه هم سره جدا نه شول.
د دوی کلتوري، اقتصادي، مذهبی، ژبنۍ او نور جوړښتونه لا پسې قوي او بنسټیز شول.
ځینو نړیوال او هان په نوم افغانان ( چې د ISI او CIA ) استخباراتي کړیو ښکاره بړیڅې دي، کله کله ډیورنډ رسمي بللی؛ خو افغانانو ( کرښې ها غاړه او دې غاړه ) هیڅکله هم نه رسمي پوله وبلله او نه یې هم د نورو ظلمونو ته سر ټیټ کړ.
په دې وروستیو څو لسیزو کې پاکستان او د نړۍ استخباراتو د دغه قوم مخور، مشران ، میرمنې او کمکیان پر یوه اوبله بهانه ( کله د تروریست او کله هم د تروریزم ملاتړ ) په نامه ووژل.
د جنوبي اسیا د ترهګرۍ د پورټل ویبپاڼې په حواله (( په تیرو پینځو ۵ کالونو کې (۶۵۰۰) پښتانه په مرموز ډول په پاکستان کې په شهادت رسیدلي دي؟؟؟ ))
د دوی موخه معلومه وه، چې د افغان جینو سایډ یا (افغان وژنې) یوه لویه توطعه روانه وه .
همدارنګه دوی پر وژنو بسنه ونه کړه په کراتو کراتو د دوی سیاسي استازیو د ډیورنډ (فرضي پولې) رسمیت پېژندو غږ پورته کړ.
کله چې مایوسه شول په دې وروستیو کې د ځینو افغان مشرانو په شتون کې د ډیورنډ پر کرښه د ازغن سیم ، خندک او چوڼۍ جوړولو اجازه ورکړل شوه؟
اوس چې د محکومو افغانانو حوصلۍ تر سپېږمو را ورسېدې او په دې وروستیو کې د (د جنورۍ ۶ د ۲۰۱۸) شهید نقیب الله مسید په ناحقه توګه د ( راون ور پنجابي ) په امر په بې رحمانه توګه شهید کړای شو. نور دوی هم خپل غږ په ستوني کې چپ نه کړای شو!
غږ یې را پورته کړ او نړیوالو ته یې وښوده چې افغانان نه جلا کېږي او نه به هم جلا شي.
سهوه دا وشوه چې دوی د آزادۍ او عدالت غږ په اسلام آباد کې پورته کړ.
که دوی دا غږ په تورخم او بولدک کې پورته کړای وای او د آزاد افغانستان په نوم سره را ټول شوي وای، نو انشاالله چې پایله به یې مثبته وای.
اوس هم چانس زمونږ په لاس کې دی، اوس هم لا د شهید نقیب الله وینه ګرمه ده ، لا هم د کرښې دواړو غاړو ته د شهیدانو د څلو ګلان تازه دي.
اوس باید له دواړو غاړو مشران او ځوانان په یوه سلا دغه ټوک ټوک قوم سره یو ځای کاندي او نړیوالو ته د یو بل برلین د ماتیدو زیری ورکړي.
د لوی افغانستان جوړیدو لپاره د بل هر وخت څخه نن ډېره زمینه برابره ده، مواد ورته آماده دي، ترڅو دغه مقدس غږ پورته کړو او يواځې یوې نارې ته اړتیا لري. زمینه یې ځکه برابره ده چې د کرښې ها غاړه پښتانه ( محکوم افغان ) د پاکستان په تیر ۷۰ کلن تاریخ کې دومره نه و ځوریدلي لکه په دا تیرو دوه یا یو نیمه لسیزه کې چې وزورول شول.
نسل وژنې لپاره يې په زغرده او بې رحمانه توګه کار کوي، د لوي افغانستان جوړیدو لپاره بله ستره زمینه د پاکستان ترورستي اعمال او د نړیوالو په اذهانو کې د دوي دوه مخې سیاست او رول ادا کونه ده.
اوس يې د عمل لپاره اساسي چاره څه ده؟
۱- لر او بر افغانان ( هغوي چې د تاریخ په اږدو کې جاسوسان او د نورو بړیڅي نه دي پاتې شوي ) هم په محکوم او هم په آزاد افغانستان کې د یو نوي مشرتابه په جوړولو سره تشکیلات ورغوي.
۲- تشکیلاتو کې ډیره ونډه ځوان نسل ته ورکړل شي.
۳- د کرښې دواړه غاړې افغانان باید تورخم او سپین بولدک ته راشي.
دوه لویې افغاني جرګې دې جوړې کړي، یوه بولدک او بله هم په تورخم کې دغه جرګې باید تر هغه دوام ومومي، ترڅو چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا لاس په کار شي او د دغو ولسونو حقوق ورکړي.
۴ـ پاکستان ته قناعت ورکړل شي چې د خپل ظلم څخه لاس واخلي او افغانانو ته خپلې سیمې پرېګدي.
۵ـ هغه افغانان چې په پاکستاني دولت کې دنده اجرا کوي په ځانګړي توګه د ملي شورا غړي او وزیران استعفاوې وکړي او دغو جرګو ته راشي.
۵- دې غاړه حکومت باید خیبر پښتونخوا، فاټا او کویټې ته وېزې لغوه اعلان کړي او د کرښې ها غاړه پښتانه په ټول افغانستان کې آزاد او د افغاني تذکرې په ورکولو سره ورته خپل هویت صادر کړي.
تشکیلات:- دوه مشرتابه ۱- بولدک ( کوټه ) ۲- تورخم
کمیټې:
v اقتصادي او فرهنګي څانګه
v تنظیم څانګه
v د بهرنیو اړیکو څانګه
v جرګه
v جرګه به دارالانشا ولري
درنښت
غورځنګ سیال د بهیر مشر
نوټ: دا طرحه پوره نه ده، تاسو هم کولای شۍ خپل نظرونه راسره شریک کړۍ.