
روهي (يوه نۍ/۲۲ د سلواغې)، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه آصف په خپلو ورستيو څرګندونو کې ويلي، چې اوس مهال په ډيورنډ کرښه د کټارو د لګولو کار په پيل کوو، چې تر ۲۰۱۹ پورې به بشپړ شي، خو د کټارو خرڅ او پيسې بايد د امريکا دولت راکړي.
نوموړی وايي، چې د کټارو په لګولو سره به د افغانستان او پاکستان د پولو ترمنځ د ترهګرو تګ - راتګ کم او بند شي. نو په دې اساس د امريکا حکومت اړ دی، چې د کټارو د لګولو ټول مصرف په غاړه واخلي.
خواجه آصف په پاکستان د افغان کډوالو بيرته افغانستان د تګ پرېکړه ستايلي، د نوموړي په وينا له پاکستان څخه خپل هېواد ته د افغان کډوالو ستنېدل، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه اسانه کولی شي.
خواجه آصف په داسې يو وخت کې د ډيورنډ په اړه څرګندونې کوي، چې افغان حکومت او عام افغانان، په ډيورنډ کرښه د هر ډول موانع جوړول، د يوم قوم او ولس د وېشلو هڅه بولي او پر وړاندې يې دريږي.