دجونګړې وير

  دغه نظم مې دلغمان دنجيل دسمسوروغرونوترتاثيرلاندې هلته ليکلى دى
                     ¤¤¤
لارپه لاراوپل په پــــــــــــــــــــــل درسره ځمه
لاس تړلى لکه غل درســــــــــــــــــــــره ځمه
يوه زره دې په راتلوخوشـــــــــــــحاله نه يم
خواوس څه ورکړم په چــــــــل درسره ځمه 
                    ¤¤¤
نه تېرېږم نه هېــــــــــرېږم ستاله ســترګو
دڅوستړواوبې خونده شپو بهـــــــــــــيريم
شومه دم مې قافــلې داوســـــــــــــېلووړي
ديلدادشپې خماريمه شـــــــــــــــــــبګيريم
                   ¤¤¤
هغه لمريم چې په وينوبــــــاندې سوردى
هغه شپه يم چې سبـــــــــــــاترېنه خفه وي
هغه ګل يم چې دپرخــــــــې باروژلـــــــــــى
هغه باديم چـــــــې بدياترېنــــــــه خفــه وي 
                   ¤¤¤
ته له خپلې ماڼۍ څومره لـــــــرې راغـــلې
دجونګړوپه وطـــــــــــــــــن کې داوربــل کړ
زمــــاسمڅې اوځنګل دې ولې وران کړل
تاخـــــــــوستورواوسپوږميوکــــــې مزل کړ
                  ¤¤¤
دفريادزړي دې وشيـــــــــــــندل په غـــرونو
څومره شين فصل دې لوکړدسنـــــــــــدرو
زمـــــــــاوران هلمندهمغســـــــــــې لاوران دى
خوخپل وران نيويارک دې جوړکړله مرمرو
                  ¤¤¤
ترسهارپــــــــــــــــــــــــور ې نه راځي خــــوبونه
هره شپه مې خوب له سترګومــــــــــــروردى
هرماښام په ويــنوسرې وي څلـــــــــــــورلارې
هرســــهارپه دغه ښارلــــــــــــــکه محشروي
                 ¤¤¤
ښېرابه و کړم تـــــــــــش په شــــــــــونډوباندې
لاس مې تړلـــــــــــــي دي اولاس نه لــــــــــــــرم
زمــــــــــادزړه لـــــــــه درده څه خبــــــــــــــــــريې
مه وايه داچـــــــــــــــــې زه احســــــــــاس نه لرم 
                  ¤¤¤
دپنځلس لـــــــــــــــکه ستـــــوروکـــــرونده کې
خپل وجدان اوخپـل ضميـــــرته مــــلامت يم
نورکه ماباندې رالــــــــــــــوېږي خفـــــــه نه يم
هم شمــــــــــشاداوهم پامـــــيرته مــــــلامت يم 
١٣٨٩-٢-٣٠دغويي مياشت
          جلال ابادښار