
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۲۱مه) په اسلام اباد کې د پښتنو احتجاجي ناسته وروسته له هغې پای ته رسیدلې چې د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي وویل، ددوی ټولې پنځه غوښتنې مني.
د راپورونو له مخې د پاکستان لومړي وزیر ښاغلي عباسي ټولو اړوندو ادارو ته د پاڅونوالو د غوښتنو پوره کولو امر کړی دی.
د دغو احتجاج کوونکو له مهمو غوښتنو دا وې:
۱. پښتونخوا ته به خپل حق ورکول کېږي.
۲. لروبر افغان ترهګر نه دي بلکې ترهګري پرې تپل شوې ده.
۳. ملګرو ملتونو پوځیان باید قبایلو ته لاړ شي او داسې نورې ځينې غوښتنې...
په اسلام اباد کې د پاڅوونوالو مشرانو په وینا، دوی به د پاکستاني واکمنو دې ژمنې ته یوه میاشت انتظار وکړي او که يې بیا هم غوښتنې په عملي توګه ونه منل شوې، بیا به په پاڅون لاس پورې کوي.
دا پاڅون د تیرې جنوري میاشتې په ۲۵ مه له دېره اسماعیل خان سیمې د یوه لاریون په بڼه پیل شوی و او د بنو، دره آدم خیل، پېښور، چارسدې، مردان،صوابۍ،او ترنولسیمو له لارې د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه اسلام آباد ته ورسید او د پریس کلب ودانۍ مخې ته یې احتجاجي ناسته پیل کړه.