
تیره اونۍ(۱۴/۱۱/۱۳۹۶) افغان ولسمشر محمد اشرف غني په خپل ټویټر پاڼه داسې لیکلي و: (نن مې د ۱۶۴ لوړرتبه جنرالانو تقاعد منظور کړ.) همدارنګه نوموړي یادونه کړې وه چې موږ اصلاحات په جګړه کې د ګټلو او سولې ته د رسیدو په موخه غواړو.
په امنیتي سکتور کې د اصلاحاتو او ادلون بدلون لړۍ له ډیرې مودې را په دیخوا پیل شوې او په درې واړه امنیتي ادارو (د ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت عمومي ریاست) کې د افسرانو د ذاتي چارو د قانون په تنفیذ سره لا ګړندی شو چې په ترڅ کې د تقاعد سن هم په دې ترتیب وټاکل شو: د ستر جنرالانو لپاره د تقاعد سن (۶۲ کاله)، ډګر جنرالانو لپاره (۶۰کاله)، تورن جنرالانو لپاره (۵۸کاله)، د برید جنرالانو لپاره (۵۶کاله)، ډګروالان او نورو افسرانو لپاره (۵۴کاله) ټاکل شوی دی. د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري امریکا غږ آشنا راډیو ته ویلي چې د دغه قانون په توشیح او د ولسمشر د حکم د تنفیذ په پایله کې به٪۷۰ جنرالان او لوړرتبه نظامیان په کور کینول شي.
د ۱۶۴ جنرالانو تقاعد او په کورکېنول د هغې لړۍ لومړنۍ جوپه وه چې په بشپړیدو سره به یې تر ۲۰۰۰ زیات لوړپوړي نظامي چارواکي تقاعد کړل شي. ولسمشر غني دغه ګام د امنیتي سکتور د ځوان کیدو ترنامه لاندې اخلي او استدلال کوي چې امنیتي سکتور باید ځوان کړل شي، ځوان او د لوړو زده کړو لرونکي کسان ورته جذب کړل شي.
اوسنی امنیتي سکتور په ټوله کې له هغو مجاهدینو جوړ دی چې د پخواني شوروي یرغل پر وړاندې جنګیدلي او په نظامي چارو کې پوره تجربه لري. د دوی ترڅنګ هغه پخواني کمونستان هم د اوسني امنیتي ځواک برخه ده چې په افغانستان باندې د شوروي یرغل په وخت کې نظامي زده کړې او تجربي ترلاسه کړې وې.
اوس پوښتنه دا ده چې ولسمشر دا کار د اصلاحاتو لپاره کوي او که غواړي امنیتي سکتور له ځینو عناصرو څخه پاک کړي؟ ظاهراً په امنیتي سکتور کې د اصلاحاتو او ځوان کیدو لړۍ خوږه او ښه برېښي او انسان ته هیله مندي وربښي چې د دې ډول ګامونو په پورته کولو سره به د افغان امنیتي ځواکونو وضعیت سم او په روان بد امنیتي حالت به هم مثبت اغیز وکړي.
خو اصلي مسئله بل شی ده، هغه څه چې په ظاهر کې لیدل کیږي هغه داسې نه دي. دا طرحه او برنامه ډیره پخوا د امریکایي سیاستوالو او پوځي ستراتیژي جوړونکو له خوا جوړه شوې او د میز په سر ایښې وه، خو هغه وخت یې شرایط چمتو نه وو. د امنیتي سکتور تصفیه او پاکول هغه څه دي چې د امریکایي پوځ او بهرني سیاست جوړوونکو له لوري په ډیرو نورو هیوادونو کې هم پلي شوي، د مثال په توګه له پاکستان، ترکیې او مصر څخه یادونه کولی شو.
دې چارې ته باید د یوې برنامې او پروسې په سترګه وکتل شي، نه د یو څو جنرالانو تقاعد او په کور کېنول. امریکا غواړي هغه عناصر له امنیتي سکتور څخه لرې کړې چې پخوا یې له امریکایانو سره مرسته او د دې نظام په رامنځ ته کیدو کې نقش لوبولی و. دغه عناصر هغه پخواني مجاهدین دي چې په امریکایي ثقافت او طرز فکر نه دي روزل شوي او په غرب کې یې زده کړې نه دي کړي. دا پوځیان لږ تر لږه اسلامي افکار او احساسات لري او په فکري لحاظ مسلمانان دي، دا خلک داسې یوې اردو ته مناسب نه دي چې امریکا ورباندې اعتماد وکړي او د امریکا راتلونکو ۵۰ کلونو پلانونو لپاره کارنده وي. دوی باید خپلې څوکۍ هغو کسانو ته تشې کړي چې په غرب کې یې تحصیل کړی او د غرب په فکر او ثقافت روزل شوي او باور لري. د دې ترڅنګ، به هغه افراد او اشخاص چې کمونیستې مخینه لري هم لرې کړل شي، که څه هم چې دغه عناصر کوم ګواښ نه بلل کیږي، خو بیا هم مطلوب کسان نه دي.
بله مسئله چې افغان قومي – مذهبي مشرانو ته د یو ګواښ په توګه متوجه ده، دا ده چې امریکا غواړي او پلان لري چې اوږدمهاله ځواک او قدرت له قومی – مذهبي مشرانو څخه واخلي او داسې اردو ته یې وسپاري چې په هر لحاظ امریکا پورې تړلې او د هغې تر کنټرول لاندې وي. اوس خو په افغان پوځ او امنیتي ادارو کې ٪۸۰ جنرالان او لوړپوړي نظامیان قومي او مذهبي مشرانو پورې تړلي کسان دي، له حکومت څخه یې خپلو رهبرانو ته ژمنتیا ډیره ده.
په ورته وخت کې، هغه څه چې امریکایانو او د ملي یووالي حکومت ورڅخه ګټه پورته کړه او لایې هم کوي، په افغان حکومت کې دننه او بهر، د اسلامي ډلو او ګوندونو نفاق او تربګني ده. دغه ډلې یو له بل سره په تربګنۍ او عداوت اخته دي، یو د بل په حذف او کمزوري کولو جشن نیسي او نمانځي یې. دا د دې سبب کېږي چې هره یوه په خپل وخت او نوبت سره ضعیفه او کمزورې شي او د حکومت په کوچنۍ اشاره د ذلت کندو ته ور ولویږي.
په قبیلوي جوړښت او اصولو ولاړ افغانستان د امریکا لپاره یو سرخوږی دی. قبایلي ټولنو او هیوادونو کنټرول سخت او ستونزمن کار دی. دغه ډول ټولنې په لسګونه مشران او رهبران لري چې خلک ورته ژمن وي او د هغوی تر امر لاندې وي، په دغه ډول ټولنو کې معمولاً ریښتینی واک او قدرت له قبایلي مشرانو سره وي، حکومت هم د قبایلي مشرانو څخه جوړ وي چې د امریکا به شان یو بهرني هېواد له لوري یې اداره او کنټرول ګران کار وي او د اوږدمهاله اهدافو د تحقق په چاره کې ډیر اغیزمن نه وي.
نو د پورته دواړوه ستونزو( مجاهدین او قومي – مذهبي مشرانو له نفوذ او قدرت) څخه د خلاصي په موخه دغه پروسه د اصلاحاتو تر نامه لاندې پیل او روانه ده چې افغان ولس لپاره سختې شومې پایلې لرلی شي. لومړی دا چې افغان امنیتي سکتور به په ټوله کې له اصلامي څیرو او شخصیتونو څخه په بشپړ ډول خالي او هغه نوی ځوان قشر به یې ځایناستی شي چې په اسلامي افکارو او احساساتو اصلاً باور نه لري، دویم به دغه ځواکمن بنسټ د افغان قومي – مذهبي مشرانو له کنټرول او ادارې څخه ووځي او په مکمل ډول به د امریکا په لاس کې پرې وځي، چې هغه وخت به بیا امریکا هرڅه د همدې اردو له لارې تر لاسه کوي او ټول تمرکز به یې په پوځ وي او بس.