سږ کال په لويه پکتیا کې د جلغوزيو حاصل نېږدې ۴۰ زره ټنه حساب شوی

روهي (نۍ/۲۱ د سلواغې)، په خوست پکتيا او پکتيکا کې د جلغوزيو سوداګر وايي، چې د نورو کالنو په پرتله سږ کال د جلغوزيو حاصلات ډېر وو، خو په بازار کې د جلغوزيو بيه را ټيټه شوې ده.

په خوست، پکتيا او پکتيکا کې د جلغوزيو سوداګر وايي، چې سږ کال د جلغوزيو حاصل نېږدې ۴۵ زره ټنه وو، چې په کور دننه د مارکېټ د خراب وضعيت له امله اړ دي، چې پاکستان ته يې ولېږي.

د لويې پکتيا سوداګر وايي، چې پاکستان له دوی څخه په ټېټه بيه جلغوزې اخلي، چې بيا يې پاکستان چين او چين يې د نړۍ نورو هېوادونو ته په لوړ قيمت وړاندې کوي.

سودګرو له ولسمشر غوښتنه کړي، چې د چين سره د جلغوزيو د صادرولو په اړه رسمي قرارداد وکړي، ترڅو افغان سوداګر په چين کې خپلو جلغوزيو ته بازاز پيداکړي، د دوی په وينا چې چين د جلغوزيو نړيوال بازاز دی.