له رواني ناروغانو سره بحث

ما شنه نصوار هم تجربه دي، پلار مې شنه نصوار اچؤل، دا خو فطرت دی چې کشران د لویانو له کړو وړو متاثریږي.

یوه ورځ مې شوق وکړ؛ چې ته راځه خؤند یې وګوره، هغه وه چې د شنو نصوارو پوړۍ مې راخلاصه کړه، ګوتې مې ورکوزې کړې؛ شنه نصوار د تورو نصوارو خلاف دي، غونډاره کیږي نه بلکې د اوړو په شان به یې را اخلې، ما د ګوتو په سرونو کې له پوړۍ راپورته کړل او د بل لاس په ګوتو مې کوزه شونډه کش کړه، نصوار مې ورواچؤل خو سمه مې شونډه پرېښودلي نه وه چې خوله مې برق ونیوه او په لسو ثانیو کې مې ټول وجوړ ګړبې واخېست، په ټوپونو سر شوم لکه حلال کړی چرګ، په کوټه کې ټپیدم، ایله نیم ساعت وروسته په حال شوم او د وجود ځینو غړو مې درک کاوه ځکه چې هر غړي مې ټکر خؤړلی ؤ.

هو! رواني ناروغان همداسې درواخلی، که هغه په فېسبوک کې دي او که په عادي ژؤند کې، دوی ځانونه ته ډېر هوښياران وایي اکثره یې د انساني حقوقو په برخه کې د مبارزینو دعوې لري، د نورو ښې مشورې او قناعت کوونکي خبرې په هېڅ سورت نه مني، یوازې ځانونه من ورته ښکاري.
که په بحث کې ورسره مخ شوئ نو له دوی سره بحث کټ مټ د شنو نصوارو نيؤل دي هغه هم په لومړي ځل، په خپلو بې منطقه او بې دلیله خبرو مو ماغزه په برق درنیسي او ذهنونه مو در ژوبلوي.