له یوې جینۍ سره مې یاري شوه، د شپې له نهو بجو وروسته به یې زنګ راته واهه، د ژمې شپې وې تر ملا اذانه به سره ګړیدو، سهار به چې دندې ته لاړم نو په شنه سهار به مې په دفتر کې د خپل کمپیوټر پر لیک دړه ( کیبورډ) ټنډه ور ايښې وه او ویده به وم، یؤ خو به راغی په تخرګ کې به یې په پلوه ګوته ووهلم، ویل به یې چې څه د نکاح شپه خو د نه ده سبا پاڅه زوی مړیه مجرد سړی یې، د ژمي په کال شپو کې هم بې خوبه یې...
یوه ورځ نه وه بلکې یوه ښه موده همدا حال ؤ.
دغه جینۍ به هره غرمه یو مسېج رالېږه چې راخلاص به مې کړ یو نمبر به په کې پروت ؤ او لاندې به یې ترې لیکلي وو:ـ دا یو ځل چک کړه چې غلط به نه وي؟
ما به چې نمبر د موبایل مخې ته راوړ او چې دا شنه تڼۍ به مې په کټه ګوته ټینګه کړه نو درې ثانیې وروسته به یو سلو پنځوس روپۍ او یا هم دوه نیم سوه ترې جوړې شوې.
لنډه دا چې هره ورځ به همدا حال ؤ له یو سلو پنځوسو به تر دوه نیمو سوو کرېډېټ راته وچ په وچه جمع کیدو، او که مابه کرېډېټ نه جمع کاوه نو بیا به مروره وه.
یوه ورځې مې ترې وپوښتل چې وه جینۍ ته دا کرېدېټ له کومه کوې؟
ویې ویل: زما پلار صراف دی له کابل څخه په کرتنونو کرېډېټونه راوړي او کور کې یې ږدي، بیا له کور هره ورځ دوه دوه یا درې کرتنه بازار ته وړي، له نن وروسته به هر سهار ۵۰۰ سوه درته جمعه کوم.
ماوې مه کوه د خدای خاطر وکړه نور بس دي نه یې غواړم د پلار دنیا ته اور مه ور اچوه زه هېڅ اړتیا نه ورته لرم زما په موبایل کې کرېډېټ خوشی پروت دی ځکه چې ته هسې هم زنګ وهې ما نه پرېږدې چې زه هم یو غیرن خو درمصرف کړم.
خو جینۍ نه منله ویل چې له تا نه دي زیاتې له تا د قربان وي.
یوه شپه مې د یاداښت کتابچه راواخېسته، په دې کتابچه کې به مې هره ورځ د دغې جینې رالیږل شوي کرېډېټ لیکل، چې حساب مې کړل په ډېره لنډه موده کې تر پنځو زرو رسیدلي وو.
په همدې سبا چې ما بېګا حساب وکړ د غرمې یولس بجې یې زنګ وکړ ویې ویل: زه د زرګرانو مارېکټ کې یمه له یؤه زرګر څخه مې د دوو لکو سره زر واخېسل ټولې پیسې مې نغدې ورکړې اوس ایله ۱۵ زره یې پاتې دي دا پور خو د چې راسره کړی وای دوه ورځې وروسته بیا راځم بېرته به یې درکړم.
ماوې په دواړو سترګړ.
باور خو مې ځکه پوخ ؤ چې د صراف لور وه، بس له دفتر راووتم او سیده بانګ ته لاړم، په بانګ کې مې یو پنځلس زره روپکسکې سره جمعه وې دا مې ټولې راواخېستې او جینۍ ته مې زنګ وکړ چې پیسې چېرته درکړم؟
ویې ویل چې یؤ ماشوم به د زرګرانو مارکېټ په دړه کې درته ولاړ وي هغې ته یې ورکړه.
کله چې راورسیدم ګورم چې یو خوږ پوږ ماشوم ولاړ دی، ورنږدې شوم او پیسې مې ورکړې او بېرته دفتر ته راپورته شوم.
له هغې ورځې راوروسته څلور کاله ووتل چې بیا یې تش مسکال هم رانغی، هغه زما په حال خبره وه چې معاش مې کم دی او پوهیده چې پر ما یې خرڅه بې ځایه ده نو ځکه یې پر پینځو زرو لس زره ګتل غنیمت وګڼل او نوره یې لوبه بس کړه.
وروستي