په جومات کې د دوو کورنیو مشرانو خولې سره واچولې، ځوانانو یې تیږو ته لاسونه واچؤل، خبره چې غاړو نیولو ته رسیده نو ملا او یؤ څو نور کسان ورمنځ ته شول سره بېل یې کړل.
د یؤې کورنۍ مشر وویل: ځمکه مې خپله ده جومات مې پرې جوړ دی او دا جومات زما دی تاسې نور ورته مه راځئ ګني ښه به نه وي!
ملا یې خبره ونیوه ویې ویل: جومات نه ستا دی، نه د دوئ دی، جومات د خدای کور دی او د هر مسلمان حق دی چې عبادت په کې وکړي.
مشر وویل: نه ملا صاحب! دا منم چې جومات د شرعیت له پلوه د خدای کور دی خو دلته د پښتو خبرې نورې دي، دا به نه سره خرابوو!
ملا غلی شو سپڼ یې ونه واهه.
د دویمې کورنۍ مشر په لوړه وویل: ته به فکر کوې چې زه به سوال درته وکړم؟
په خدای چې ستا په جومات کې وحي راباندې راځي او پیغمبر هم رانه جوړیږي که بیا هم ستا په جومات کې لمونځ وکړم!
څادر یې وڅنډلو او له خپلو ځامنو، وریرونو او لمسیانو سره په ډلییزه توګه لاړ.
د شپې یې خپله پرګه راټوله کړه او پلان یې وتاړه.
سبا چا سره شکرونه وو، چا څادر نیولي وو او چا ځولۍ نیولي وې، په بازار کې ګرځیدل د جومات لپاره یې چنده کوله، دوه میاشتې وروسته یې د خپل کور تر څنګ داسې جومات جوړ کړ چې سترګې یې برېښولې.
هو! د پښتو خبرې نورې دي.
وروستي