جرمني کې یو افغان پناه غوښتونکی په عمري قید محکوم شوی

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۲۱مه) په جرمني کې یوې محکمې تیره ورځ یو افغان پناه غوښتونکی په عمري قید محکوم کړی دی.
د ډيلي مېل په وینا؛ مجرم یوه افغانه مهاجره چې د څلورو ماشومانو مور وه او عیسویت دین ته اوښتې وه، په چاړه وهلې او وژلې یې ده.
د راپورنو له مخې، مجرم سړی د یوه سوپر مارکېټ مخکې ته یوه ښځه، شپاړس واره په چاړه وهلې وه، چې د ښځې دوه ماشومان د پېښې شاهدان وو.
ځايي څارنوالانو په خبره، مجرم تېر کال په اپرېل میاشت کې له اسلامه د وژل شوې ښځې پر اوښتو غوسه شوی و ځکه يې پرې هغې حمله کړې وه.
د سرچینو معلوماتو په اساس؛ قاتل ۳۰کلن دی خو تر اوسه د هغه هویت نه دی څرګند شوی.
په جرمني کې د قانون له مخې، په عمري قید محکوم وګړي تر ۱۵کلونو زندان وروسته کولائ شي چې د ازادۍ عرض وکړي.