اسراییل د ایران بي پیلوټه الوتکه غورځولې

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۲۱مه) د اسراییل پوځي چارواکو ویلي، چې د ایران یوه بې پیلوټه الوتکه چې د سوریې له خاورې اسراییل ته ننوتلې وه، وپېژندله او غورځولې یې ده.
د راپورونو له مخې ویل شوي، چې د سوریې پوځ د اسراییل دغو بریدونو ته نغد ځواب ویلی دی.
ځايي هاارتص ورځپاڼې لیکلي، د اسراییل یوه اېف شپاړس الوتکه د دغه هېواد شمال کې غورځولې خو دوه پيلوټان یې ژوندي پاتې دي.
په سیمه کې عام خلکو په وینا، چې دوی د څو چاودنو غږونه هم اورېدلي دي.