
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۲۱مه) د ورکړل شویو راپورنو له مخې، شمالي کوريا تازه د پوځ مشر له دندې ګوښه کړی دی.
ویل شوي، د پوځ مشر هوانګ پيونګ سو وروسته له هغه چې د سویلي کوريا رسنيو فساد کې د ککړتيا له امله د نوموړي د ګوښه کېدو خبرونه خپاره کړل؛ له دندې ګوښه شوی دی.
د شمالي کوريا رسمي خبري سرچينې پيونګ يانګ کې د دې هېواد د پراخ پوځي مانور په اړه د خپلو راپورنو په لړۍ کې ويلي، چې د وسله والو ځواکونو نوی قوماندان کيم جونګ غاک دی، چې تر دې وړاندې د پوځ سياسي دفتر مدير و.
د سويلي کوريا د استخباراتي ادارو د خبرونو معلوماتو له مخې، هوانګ د دې دفتر له پلټنو وروسته له دندې ګوښه شوی.
د کېم جونګ اون د واکمنۍ له پيل راهيسې د حکومت لوړپوړي چارواکي، د پوځ مشران او ان د کېم د کورنۍ غړي له ورته پلټنو سره مخ دي، چې څوک له دندو ګوښه کېږي او څوک له سختو سزاو سره مخ کېږي.