
روهي (جمعه/۲۰ د سلواغې)، د راپورنو په اساس ويلي شوي، چې د نوبل جايزې ګټونکې ملالې يوسفزی په پاکستان کې د پښتون ولس د روانو لاريونونو ملاتړ کړ او همدارنګه يې د ماليي مرستې ژمنه کړي.
سرچينې وايي، چې ملالې يوسفزی د پاکستان د پوليسو له خوا د وژل شوي پښتون ځوان نقيب الله محسود او همدارنګه د پښتونخوا مېشتو پښتونو ته د عدالت او حق غوښتنه کړي.
پاکستان کې د پښتنو د روانو له لاريونونو څخه افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم نن ورځ خپل ملاتړ اعلان او له رسنيو يې غوښتنه وکړه، چې په بې پرې ډول د دوی انځور نړۍ ته وښيي.
له يوې اونۍ ډېر وخت کيږي، چې په پاکستان کې د حکومت پر وړاندې سوله ييز لاريونونه روان دي.
لاريونکونکو ګواښ کړی، ترڅو چې د پاکستان حکومت او نړيواله ټولنه د دوی غوښتنې قبولې نه کړي، تر هغې به خپلو لاريونونو ته دوام ورکړي.