
روهي (جمعه/۲۰ د سلواغې)، په شمالي وزيرستان کې طالب مشر خالد محسود چې په خان سید سجنا مشهور وو، د امريکا د بې پېلوټه الوتکې په بريد کې وژل شوی دی.
خالد محسود په شمالي وزيرستان د پاکستاني طالبانو مسوول او قومندان وو، نوموړی له حقاني ډلې او پاکستان پوځ سره په افغانستان کې د بريدونو او ترهګريزو کړنو کې د همکارۍ په تور متهم وو.
نوموړی د اوسني پاکستان په شمالي وزيرستان سيمه کې وژل شوي، خو د پاکستان رسنۍ وايي، چې نوموړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ګډه سرحدي سيمه کې، د امريکا د بې پېلوټه الوتکې په بريد کې وژل شوی.
نوموړي ۴۰ کاله عمر درلود او په پاکستان کې د حکیم الله محسود له وژل کېدو وروسته، د نوموړي ځای ناستی وټاکل شو.