په پاکستان کې د پښتون ولس له خوا د لاريونونو ورستي مالومات

روهي (جمعه/۲۰ د سلواغې)، کابو له يوې اونۍ ډېر وخت کيږي، چې په سلګونه زره کسانو د پاکستان د حومت پر وړاندې لاريونونه پيل کړي، چې اوس مهال د کراچۍ او اسلام اباد تر ښارونو ورسېدل.

تېره ورځ د پاکستان لومړي وزير عباسي له لاريونکو غوښتنه وکړه، تر څو لارينونه پای ته ورسوي او د خبرو اتر لپاره سره کيني، خو د لاريونکو د مشرانو له خوا د نوموړي دغه وړانديز رد کړی شو.

که څه په پاکستان کې اوس هوا سړه او د شپې له خوا د سنټي ګرېډ درجه ښکته راځي، خو لاريونکونکي د شنه اسمانه لاندې شپې سبا کوي او خپلو لاريونونو ته دوام ورکوي.

د سيد عالم محسود په نوم د لاريونکونکو يو مشر له خلکوغوښتنه کړي، چې تر هغه لاريونونو ته دوام ورکړي، ترڅو چې يې غوښتنې په پوره ډول سره نه وي منل شوي.

د خان زمان کاکړ په نوم بل پښتون مشر، د پاکستان په حکومت سختې نيوکې وکړې او د پاکستان حکومت يې په افغانستان او خيبر پښتونخوا کې په ترهګريزو کړنو تورن کړ. ښاغلی کاکړ په خپلو خبرو کې د لر - بر يو افغان په شعار باندې ټنګار وکړ.

د لاريونکونکو له منځه اطلس خان خټک د پاکستان پوځ قاتل پوځ ياد کړ، او د ياد پوځ پر وړاندې يې له لاريونکونکو څخه د بغات غوښتنه وکړه.
 
لاريونکونکي د لر او بر يو افغان، له شعار سره يوځای، د پاکستان له حکومت څخه د نقيب محسود د قاتل لپاره سزا، په خبير پښتونخوا کې د پوځ له لورې د ځای پر ځای شويو ماينونو له منځه وړل، د پاکستان پوځ سره د پښتنو زنداني مشرانو او ځوانانو خلاصون، په سرحدي سيمو کې د حکومت د پوستو او ګربنديزونو له منځه وړل.