په هند کې د (ام ار ای) ماشين ۳۲ کلن ځوان ووژلو

روهي (جمعه/۲۰ د سلواغې)، د هند په ممبۍ ښار کې يو ۳۲ کلن ځوان هغه وخت، چې د کورنۍ له يو تن غړي سره د ام ار ای (MRI) خونې ته داخل شو او ځوان له ځان سره يو اوسپنيز شی درلود ووژل شو.

وژل شوی کس راجش ماروو نوميږي او د خپل کورنۍ له يو سپين ږيري کس سره د مرستې په موخه د ام ار ای خونې ته داخل او د هغه اوسپنيز څيز له امله چې له نوموړي سره موجود وو او د ام ار ای په خونه کې يې په شتون بنديز دی وژل شوی دی.

راپورونه وايي، چې ياد کس په دې فکر چې د ام ار ای دستګاه خاموشه ده، دننه شو او د مقناطيسي وړانګو تر شديد اغېز لاندې راغی او ژوند يې له لاسه ورکړ.

هر کله چې يو څوګ اوسپنيز شيان ولري او د ام ار ای ماشين ته نېږدې شي، نو ياد ماشين يې د ځان په لورې راکش کوي او د مرګ سبب کيږي.