درنو ورونو السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته افغانانوپه ځا نګړی توګه اونورود نړۍ مسلمانانو دا پتییلی چه صبا ورځ ( ۲۰ ام د مۍ ) دفیسبوک څخه د نه ګټی اخستنی پریکړه کړیده امل یی دا دې چې دفیسبوک لخوا صباورځ د حضرت نبی کریم صلی الله علیه وسلم په هکله د ځینې بی ادبو او له ځانه جورو انځورونو ته ځا نګړی کړیده ورونو دا هڅه دکفارو ړومبۍ هڅه نده بلکه که د تاریخ په اوږدو کی وګورو نور بیلګی هم لری نو مناسبه هم داده چه دالله د ستر کتاب قران کریم په لور بیرته لاړشو تر څوپوه شو چه ایا دا اوسنی خبره ده یا مخکی هم تیره شویده نو قران کریم را ښایی چه دا وړ کړنه تل لپاره دکفارو له لوری شویده چه تاریخ یی دالله د استازو دکړولو څخه ډک دی دی سپیری نړی تا کم و زیات ۱۲۴۰۰۰الهی استازی راغلی دهغه واړو سره همدا سلوک شوی خو دومرا تو پیر لرې چی هغه مهال یواځی دهماغه قومونو پوری کیسه محدوده وه او اوس مهال دنړی هیڅوک هم له بل څخه لیری یا پردی ندی یو له بل سره د انترنیټ له کبله تړل شویدی دخوشالۍ په زیری سره خوشالیږی او غمیزه هم سره شریکه وی دا چه نړۍ کی دوه ډوله مخلوق ژند کوی : هو الذی خلقکم فمنکم کافر ومنکم مومن ،همدغه الله تعالی تاسې پیدا کړې ېاستی نو ستاسې ځینی (دالله خبره منونکی) مسلمانان یاستې او ځینی (نامنونکې ) کافران ،دتغابن سورت ۲ ایت ۶۴ سورت ،دلته په ډاګه بریښی چه نړی دوه ډوله استوګنی لری مسلمان او کافر چه نه یواځی په دین کی بلکه دژوند په نورو چارو کی خورا توپیر لری نو دالله منونکی انسانان تل د الله له لوری د راغلو استازو دراناوی خپله دنده ګڼی او د الله نامنونکی د الله پروا نه لری د استازو به څه پروا ولری دا ډول انسانان د ېو ژوی او حیوان په څیر خپل وخت تېروی او ځان د هیچا په وړاندی مسول نه ګڼی ،تر ټولو داوږد ژوند خاوند پیغمبر تر ټولو د لوی سینی لرونکی ووهغه د خپل قوم د ژغورنی په خاطر کښتی جوړوله او قام ور پوری خندل الله تعالی فرمایی: کلما مر علیه ملا من قومه سخروا منه ،دهغه دقوم څخه به چه کله کومه ډله د ده تر مخه تیریدله نو ورپوری به یی خاندل (دهود سورت ۳۸ ایت ) اخر څه وشول چه الله دهمدی خندا له کبله هغوی په داسی سیلاب لاهو کړل اوس یې نوم او نښان نشته .
الله تعالی فرماېې : فحاق بالذین سخروا منهم ماکانوا به یستهزئون ، نو پر هغو کسانو پر دوې ېې خاندل هغه عذاب راغی چه دوی بابس ګڼه ، (دالانعام سورت ۶ ایت ، او دالانبیا سورت ۴۱ ایت ) .
بل ځای کی الله فرمایی : بل عجبت ویسخرون ، ته (دالله قدرت ته ګوته په غاښ یی او)تعجب کوی او دوې مسخری کوې نو دا خو دکفارو زوړ خوې دې کومه نوې خبره نده ړومبی دالله نازولو پیغمبرانو پوری خاندی او بیا هغه چا پوری چه دهغوې په لار روان وې ،الله تعالی فرمایی :
(زین للذین کفروا الحیات الدنیا ویسخرون من الذین امنوا ،وا
لذین اتقوا فوقهم ېوم القیامه ،والله ېرزق من ېشاء بغېر حساب ) اکافرانو ته د، دنیاژوند ښه ښکاری شوې (شیطان ورته دا خبره ذهن کی ښایسته کړیده) او پر مومنانو خاندی ،او کوم کسان چه له الله څخه وېرېږې هغوی به دقیامت وه ورځ له دوې څخه پورته وې ،او الله چه چاته وغواړې بی حسابه روزې ورکوې ، (دبقری سورت ۲۱۲ م ایت ).
داچه دوې کله مسخرې کوې ؟ الله تعالی فرماېې: (واذا راوا آېتا ېستسخرون ) او کله چه دوې دالله دقدرت کومه نښه وګوری نو بیا ریشخند وهې او خاندی ، د الصافات سورت ۱۴ ایت .
داچه دوې هره ورځ ګوری چه د یهودو او مسیحیانو په ښارونو کی دهغه دین پیروان ورځ په ورځ زیاتیږی چه نه ېې ژبه انګلیسې ، هسپانی ،پرتګی،فرانسی او ....... ده او د اسلامی نړی څخه چه دوې ېې پاتی نړی بولی ،یو دین راځې او ېو لویدېځ هیواد دومرا له ځانه اغېزمن کوې چه ېوه میاشت دمخه ازد ژوند لرونکی پیغله چه تر پرون ورځی پوری ېې دپرتوګ کلمه ېې په ډکشنرۍ کی نه وه ،اوس دحجاب او نقاب سره په خپله خښه پرته له کوم جبر او اکراه دې دېن تا داسی تابع کیږی ،هغه ځوانی نجونی او هلکان چه درسېدلو څخه وروسته دخپل هغه مور او پلار قصه کی نه وې چه پرون یې له نطفی زېږیدلی ،او دا عظېم پیغمبر پری دومره ګران دې چه که څه هم څوارلس سوه کاله پخوا ېې نړۍ په خپل مهربانه وجود روښانه کری وه خو اوس هم دهغه لارویان دومره په ایمان کلک ولاړدی ،ورونو نړی دتاریخ په اوږدو کی ډېر بدلونونه او بدلون راوستونکی ولیدل ،خو زیاتره ېې داسی ول چه دهغوۍ په ژوند کی دهغوې فکر پلوېان پیدا نکړل ،دهغوۍ له مرګه پس داسی خلک راپورته شول چه دهغوۍ ګور ته وړی ارمان یې را ژوندی کړ او د هغوې دفکر انقلاب ېې راوسته ، خو نبی کرېم صلی الله علیه وسلم په اسمانی تایید او ملا تړ سره نړۍ دعدالت ،برابرۍ ،مساوات له مفهوم سره اشنا کړله دا پر مختګ کفار هیڅکله په خپلو هیوادونو کی نشې زغملی نو په همدی خاطر کله دمسجد په مناره ،کله دښځی په پرده او حجاب اعتراض کوې ،په داسی حال کی چه مسلمانان دغه هیواد کی د ېو امن خوښونکی ښهروند په څېر ژوند کوې او دهغوې لوڅی لپړی په پرده نه مجبوروې بلکه خپله هغه ښځی چه د هغه هېواد انسانی ازدی ورته دا حق ورکوی د چا له جبر څخه پرته پرده کوې دا دوېته ښه نه بریښې ،او په ېوه اوبله بهانه د خلکو زړه له اسلام څخه تورول غواړې ،ایا دهمدوې پلرونه او نیکونه ،نه وو چه خپل پیغمبران حضرت یحی او حضرت زکریا علیه السلام ېې شهیدان کړل ،د الله په نازولې پیغمبر حضرت موسی علیه السلام ېې رنګارنګ توروه ولګول او اذېت ېې کړ،لکه چی الله فرماېی :
اې د اېمان خاوندانو دهغو په څیر مه کیږی چه حضرت موسی علیه السلام ېې وزوزراوه ،نو الله هغه دهغوې دتهمتونو نه پاک ثابت کړ ،او هغه د الله ډېر مخور( نازولی بنده) وو، د الاحزاب سورت ۶۹ اېت .
تر دې پوری چه هغه مبارک خپل قوم ته ووېل :
ای ځما قومه ،ولی می زوروی ،او ښه پوهیږی چه زا د الله له لوری تاسو تا پیغمبر را لیږل شوې ېم ،(د الصف سورت ۵ایت ) .
دومره فرق دې چه پلرونو او مشرانو ېې پیژنده چه دالله استازی دې ، او دا اوسنی خوران خو خپل پلار نه پیژنی چه له نطفی ېې پیدا دې نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به څه وپیژنی ،څوک چه دخپل مور او پلار ادب ته قاېل ندی ، دهغوې نه به مونږڅه ګیله وکړو ،نو په داسی حال مونږ ته هماغه په کار دې کوم چه تېرو پیغمبرانو کړی ،چه هغه صبر او زغم دی داسلام دښمنان دا غواړی چه ځمونږ قهر او غضب راوپاروې ،او بیا نړۍ تا وواېې چه دوې بی حوصلی او بی زغمه ،بد اخلاقه خلک دې ،نو داسی وګڼه چه هغوی به خپل هدف ته ورسیږی ، اوکه مونږداسی ځواب ورکړ چه ټول په اسلام کلک ودرېدو او دنبی علیه السلام سنت مو خپل کړل ،هغه سره مو دمینی اظهار وکړ ،دهغه دمهربانۍ او داسلام دټولینیزعدالت ،په جنګی حالت کی د ماشومانو ،ښځو او مذهبی ګرجو کی ناستو عابدینو دوژلو حراموالی داچی که مسلمانه ښځه داسلام راوړلو څخه پس هم مرتده شی باید ونه وژل شی،داسلام راوړل په زور نه بلکه په خوښه دې ، حاطب بن ابی بلتعه سره له دې چه دمسلمانانو جاسوسی ېې دمکی کافرانو ته کړی وه ،خو ېوازې دبدر په غزا کی دشرکت له کبله معاف شو ،اوس به په پرمختللې نړۍ کی داکار څوک وکړې؟ ،دمسلحو جنګی قاتلانو دبدن له وژلو پس خرابولو اوبد شکله کولو دحرامولوبیان مو وکړو نو امید لرم چه مثبت تغېر به ېې په ژوند کی راشی ،الله تعالی فرمایی دتېرو پیغمبرانو صبر داسی بیانوې :
او خاماخا به مونږ ستاسولخوا په را پیښو کړاوونو صبر وکړو ،او توکل کونکو لره ېوازې په الله توکل په کار دی ،(دابراهیم سورت ۱۲ ایت ).
او دکفارو پسې مه ځه او دمنافقینو پسی ،او کړاوونه ېې له پامه وغورزوه او په الله توکل وکړه (دالاحزاب سورت ۴۸ایت ).
اوبیشکه له تا څخه دمخه پیغمبرانو ته هم خلکو دروغژن وېېلې ،نو هغوې پری صبروکړ،اوهغوې ډېروکړېدل (دالانعام سورت ۳۴ اېت ).
ایا همدا خلک نه وو،چه اوس دښځې دازادی په نامه ښځه دمارکیټ داډورټایزمنټ لپاره کاروې ،چه پرون ېې حضرت سمیه رضی الله عنها ېوازې له دې کبله چه په خپله خوښه مسلمانه شوې وه دژوند څخه په بیدردۍ سره محرومه نه کړه ،بلال چاپه سرو شګو څملولی وو، یاسردعمارپلار چا په بد مرګ وواژه ،نبی کریم صلی الله علیه وسلم چا دبشپړی کورنۍ غټو او وړو کوچنیانو سره په دابوطالب په کلی کی کلابند کړې وو،هغه وخت دبشردحقوقوتنظیمونه چیرته وو،ېوازی داچه مسیحی پادری با وېل : دمسلمان ګیډه کی سره زر دې ،څومره مسلمانی ښځی ژوندی څېرې شوی ،دتیلو اوپترولو دزېرمو دترلاسه کولو په خاطرڅومره ښځی او ماشومان شهیدان شول ،دېو پایپ لاین د راتېرولو او دنورو اقتصادی ګټوپه خاطرافغانستان او عراق کی څه حال جوړدی ،ېوازې دخپل اقتصاد دخوندی کولو لپاره همدی کفارو امریکایانو روسان ونه وژل،دجرمنی او برتانیا سره جنګ ونه شو د ېهودو دهولوکاسټ مسولان څوک دی ،بوسنیا کی دژوندیو ښځو سینی چاپری کړی ،هېروشیما اوناګاساکی چا تباه کړل ،څوک داواېې چه: مسلمانان دې مسیحیان کیږی نه چه جنت ته ولاړ نشی هسی بی دینه دې وې ،چه مسلمان پاتی نشې ،دادچا شعار چه دمسلمانانو سیمی ونیسئ،هلته موبایل چرچ جور کړئ او هغه سیمه سېکس فرې زون وګرزوئ،دمسلمانانو دښځو بی حرمتی وکړئ،دهغوې نازکه ځاینوته لاس وروړئ،چه غصه ېې راوپارېږې ،مونږبه دموذیانو کوم اذېت وشمیرو ،همدا ېې بس دی چه په چرچونو کی ېې پادریان اوراهبان چه خلکوته ځان پرښتی ورښایی لیکن دوړوماشومانو عصمت هم تری خوندی ندی پاتی ،اخرکی بیا واېم چه دصبر او زغم څخه پرته بله چاره نشته ،باید دفیسبک په څېرمسلمانان ېو مرکزی انجن سروس ولری ،داسلام تبلیغات وکړی،دا ناپوهان داسلام له حقیقت نه خبرکړو،داسی اعمال ونه کړو چه داسلام رنګه بدوې او نړېوال دمسلمانانو دښمنان ګرزوې ،یا په هغه هیوادونو کی چه مسلمانان کم دې ،دمسلمانانو ژوند د خطر سره مخ کوې ، لکه هند وغیره کی ،دفېسبک نه یوازې بایکاټ وکړو بلکه تردې ښه بل سروس فعال کړو ،کیدایشې دا دمسلمانانو د وحدت او ېووالې بهانه وې ،الله د وکړې چه همداسی شې ،ډېره بښنه دټولو ورونو څخه غواړم.
والسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
ستاسو ورور مفتی ذاکرالله ذاکری
وروستي