د اسلامي بانکدارۍ لنډه تاریخ پاڼه



اسلامي بانکداري د اقتصادي کاروبار او سوداګرۍ د اصولو هغه خلاصه او نچوړ دی، چې د الله پاک د عظیم کتاب قرآن او د حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) د زرینواحادیثو او د كرامو فقهاو اسلامې فقهې دانساني ټولنې د پرمختګ او ترقۍ لپاره روښانه کړي دي. البته د خېرالقرون د زمانې او له هغو نه پس د ټولو اسلامي خلافتونو د دورو معاملات، راکړې ورکړې، پېرودل او پلورل اوسوداګرۍ د اسلام د مقدسو اصولو او بنسټونو سره برابرې وې او دغه دورې چې آزاد بازار یې درلود د سروزرو یا طلایي دورو پرنوم یادېږي. په اتمه او دولسمه عيسوي پېړۍ کې دغه سیستم ځانګړې وده ومونده، چې په پایله او نتیجه کې يې یو غښتلي مالي سیستم مینځ ته راغې. باید یاده شي چې په دغه مالي سیستم کې کومه کرنسي چې په جریان کې وه هغه د " دينار" پرنوم یادېدله. د بانکدارۍ د مفکورې په اړه عمده او مؤثقه خبره داده چې بانک یا بانکداري یوه نوې پدیده ده او د " كلاسيكل اسلامك بينكينګ" اصطلاح زما په نظر غلطه اصطلاح ده، ځکه چې بانک او بانکداري نوې او جدیده لاسته راوړنه ده او پخوا یې هیڅ وجود نه درلود. کله چې وروستی اسلامي خلافت ختم شو او مسلمانان په وړو او غټو دولتونو کې وویشل شول، اکثره یې په غربي ښکیلاک کې ښکېل شول. د غرب هغه بانکونه چې په سودي معاملاتو ولاړ وو اثرات او اغېزې یې اسلامي دولتونو ته راوغزېدلې او د مسلمانانو ټول پاک او سپېڅلي کارونه اوسوداګرۍ يې په ناپاکه سود چټلې کړې او د معاملواسلامي طریقې يوازې د کتابونو په پاڼو کې پاتې شوې. ډیره زمانه وروسته د ګڼو تحقیقاتو ا و پلټنو (Researches) په پایله کې د نن نه څه د پاسه دېرش کاله وړاندې د اسلامي بانکدارۍ پېل او اغاز وشو، اودا یې جوته کړه چی اسلامي بانکداري مېدان ته وړاندېکول او پلي کول نه یواځې شونې او ممکنه لار ده، بلکې د کاروبار او سوداګرۍ لپاره ډېره په زړه پورې او د مالي منفعت غوره او اړینه ذریعه هم ده، چې الحمدلله بې شمېرو اسلامي او غېر اسلامي دولتونو په مختلفو ټولنو کې د اسلامی بانکونو په کار پیل کړی دی. د دغو مالي مؤسساتو او مركزونو کړنې او تجربې په بېلابېلوهېوادونو لکه مالیزیا ، اندونېزیا، سودان، ایران، بحرین او داسې نورو کې د سوداګريزو بانکونو د بدیل په توګه کافي شمېرل کېږي. دا خبره بايد هېره نکړو چی الحمد لله ! دا هم د ډېرې خوشالۍ خبره ده چې د ګران وطن په شمول د دونيا په ګوټ ګوټ کې د اسلامي بانکدارۍ رجحان او غوښتنی ورځ په ورځ زياتيږي، چې د هغې په پایله او نتيجه کې نه يوازې نوي نوي اسلامي بانکونه او مالياتي ادارې پرانيستل کيږي، بلکې له پخوانه موجود سوداګريز بانکونه هم د اسلامي بانکدارۍ څانګې پرانيزي، په ځانګړې توګه د غربي نړۍ ډیر لوی لوی بانکونه د اسلامي بانکدارۍ له نظام څخه مکمل اغېزمن شویدي او ورځ په وځ یې په اهمیت او قدر پوهېږي، او تر یوه حده کار هم ترې اخلي، او إن شاءالله دا هم لرې نه ده چې د وخت په تېرېدو سره به ټول د اسلامي بانکدارۍ نظام خوا ته راشي.
د اسلامي بانکدارۍ د نظام کره لاسته راوړنې د اسلامي بانکونو د بازار له حجم سره توپیر کوي خو دا ویلې شو چی د دې برخې ټولیز ارز ښت دوه زره پنځه سوه 2500 میلیارده امریکایي ډالره اټکل شوی دی چې په راتلونکو وختونو کې به د نورې ترقۍ او پرمختګونولیدونکي هم شو.
دغه تغييرات او بدلونونه په هر ځای کې چې وي مسلمانانو ته د راويښېدلو خبرتیا ورکوي، چې اوس مسلمان ته دا پکاردي چې د اسلام تنفيذ په خپل ژوند کې صرف ترجومات او محراب پورې خاص نکړي، بلکې د ژوند هر اړخ او خپل ټول معاملات د همدغه قانون لاندې راوستلو ته چمتو شي، اوهلته دا خبرتیا هم ورکوي چې اسلام هغه کامل او حق مذهب دی چې د څوارلسو پېړېو له تيريدو نه پس هم هماغسې د عمل وړ دی لکه مخکې چې د اتباع اومنلو وړ و. اسلام په هره زمانه کې د راتلونکيو تغييراتو او بدلونونو لپاره له ځان سره مکمل احکام لري او د هرې دورې د انسانانو د لارښوونې لپاره په مکمل صلاحيت سمبال دی. دا يو بِلا انکاره حقيقت دی چې د انسانانو په ژوند کې وخت په وخت انقلابي تغييرات او بدلونونه راځي، د ورځنيو معاملاتو هغه صورتونه چې د تېروخت د إنسان لپاره يې تصور هم د خوب ليدل و،په حقیقت بدل شو او د اسلامي بانکدارۍ نظام نړیوال شهرت خپل کړ اواوس د نړۍ د نفوسو کابو يو پر پنځه وګړي دغه نظام ته ارزښت ورکوي، چی ډول ډول مالي محصولات او اسانتياوې لکه: (مرابحه، مضاربه، مشارکه، مشارکه متناقصه، اجاره، استصناع، تکافل، صکوک، حسنه پور، روان حسابونه، بیع المؤجل، مساومه، هِبه، بیع السَّلم، ودیعه...) د خپلو پېرودونکیو لپاره وړاندې کوي.د اسلامي بانکدارۍ نظام د مسلمانو مشتریانو د اقتصادي ستونزواومشکلاتو حلول دي. دانظام کومه دیني او مذهبي مؤسسه نه ده، بلکې د نورو مالياتي مؤسساتواو ادارو په شان خپل فعالیت کوي اوله نېکه مرغه زموږ ګران هېواد افغانستان د نړۍ په هغو دولتونو کې شمار شوچې د اسلامي بانکدارۍ په کاريې پېل کړی دی . اسلامي بانکداري د 1970 میلادي کال په لومړيو وختونوکې په ابتدایي بڼه منځ ته راغله، او څه دپاسه دېرشو کلونو په ترڅ کې یې تر ډیره حده پرمختګ او ترقي وکړه.
لومړی اسلامي بانک په 1963میلادي کال کې د مصر په ډیره لرې پرته سیمه کې په کار پیل وکړ. په 1975ميلادي کال کې د پرمختیایي اسلامي بانک بنسټ کېښودل شو چې بنسټیزه موخه یې په اجتماعي او اقتصادي برخو کې پرمختګ وه. د دغه بانک یو بنسټیز فعالیت په سهامي سوداګریزو مؤسساتو کې ګډون و، څو په غړو هېوادونو کې له پروژو څخه خپل ملاتړ اعلان کړي. همدا شان د دوبۍ اسلامي بانک د بانکدارۍ د لومړي قانون پراساس په همدې کال کې په منځني ختیځ کې مېنځ ته راغلو. په 1983 میلادي کال کې د اسلامي بانکدارۍ بشپړ نظام په ایران کې وپیژندل شو اوهمدا رنګه د مالیزیا ولسي جرګې د اسلامي بانکدارۍ قوانین تصویب کړل. له دې څخه وروسته په 1984 میلادي کال کې سوډان اسلامي بانکداري پخپل هېواد کې رایج کړه ، او په 1985 میلادي کال کې د اسلامي هېوادونو فقهي شورا OIC د اسلامي بانکدارۍ بشپړ نظام د تکافل (بیمه) د سیسټم د پرمختګ لپاره اعلان کړ. وروسته له دې په 1989 میلادي کال کې د سوډان د بانکدارۍ نظام په بشپړه توګه اسلامي بانکدارۍ ته راواوښت. په 1991 میلادي کال کې د حساب ورکونې او تفتیش اسلامي مالي مؤسسه AAOIFI تأسیس شوه ، دا سازمان یو مشورتي سازمان و، او د اسلامي بانکدارۍ معیارونه یې وضع کول. په 2002 میلادي کال کې داسلامي مالي خدمتونو مؤسسهIFSB په مالیزیا په کې منځته راغله چې موخه یې د اسلامي صنعت او د اسلامي معیارونو استقراروه. په 2005 میلادي کال کې د مالیزیا پورتنۍ مؤسسې همدغه معیارونه د اسلامي مؤسساتو له تطابق سره د Basel 11 په چوکاټ کې معرفی کړل او اوس یې دومره پرمختګ کړی دی ، چی د نړۍ ډیر لوی لوی بانکونه اسلامی محصولات وړاندې کوي. پدې وروستېو وختونو کې اسلامي بانکداري د اندونیزیا او مالیزیا هېوادونو له لوري غربي نړۍ ته غزېدلې ده. په 1975 میلادي کال کې ددې برخې ارزښت په سلګونو زره امریکايي ډالروته ورسید. داسې توقع کیږي چې د اسلامي بانکدارۍ دارائي په لنډه راتلونکې کې 20% ته لوړه شي او په 2015 میلادي کال کې دوه ټریلیونه امریکايي ډالرو ته ورسیږي. دا وه د اسلامي بانکدارۍ په اړه لنډه او مختصره کتنه ، الله دې وکړي چې ټول لوستونکي ترې پوره ګټه واخلي آمین .