خاوند د خپلې ښځې پښتورګی (ګرده) غلا او بيا يې خرڅ کړی دی

روهي (پنځه نۍ/۱۸ د سلواغې)، د هندوستان په بنګال ايالت د ښځې د خاوند په وينا، جراح ډاکټر د اپنډکس عملياتو په وخت کې، د ناروغې ښی پښتورګی اېستلی او خاوند يې د پيسو په مقابل کې خرڅ کړی دی.

د اپنډکس له عملياتو وروسته د ښځې خاوند ټينګار کولو، ترڅو د اپنډکس د تر سره شويو عملياتو په اړه يې ښځه چا څه ونه وايي.

کله چې له يو وخت وروسته ناروغه د پلار د کورنۍ له خوا ډاکټر وړل کيږي، نو څرګنديږي، چې ښی پښتورګی اېستل شوی دی.

د ښځې خاوند او ليور د ياد پېښې په تور نيول شوي او پوليسو ته يې په خپل جرم اعتراف کړی، چې د ښځې له اجازې او خبرولو پرته يې د نوموړې ښۍ ګرده اېستلي او په يو سوداګر يې خرڅه کړې ده.

قرباني شوي ښځه ادعا کوي، چې له واده يې دولس کاله کيږي، خو تر اوسه د خاوند د کورنۍ له لورې د کورني تاوترېخوالي سره مخ ده.