امريکا درې کسان له طالبانو سره د ماليي مرستو او همکاريو له امله په تور لېسټ کې شامل کړل

روهي (پنځه نۍ/۱۹ د سلواغې)، د امريکا متحدو ايالتو په پاکستان کې درې مېشت کسان له لښکرې طيبه، طالبانو او حقاني شبکې سره په ماليي مرستو تورن او په تور نوملړ کې يې شامل کړل.

د امريکا د ماليې وزارت، رحمان‌زیب فقیرمحمد، استم‌خان او دلاورخان په تور لېسټ کې شامل او ماليي بندېزونه يې پرې ولګول.

د امريکا متحدو ايالتونو د ماليې وزارت ويلي، چې ټول هغه کسان چې له ترهګرو سره ډلو ماليي مرستې کوي په تور لېسټ کې به يې شامل او بندېزونه په پرې ولګوي.

له دې وړاندې هم، ياد وزارت د افغانانو په شمول پنځه کسان له ترهګرو سره د ماليي مرستو له امله په تور نوملړ کې شامل او وبندېزونه يې پرې ولګول.

په دې ورستيو کې، امريکا په پاکستان او افغانستان په وسله والو طالبانو او نورو وسله والو ډلو فشار زيات کړی او بندېزونه يې پرې وضع کړي دي.