غزل

بس چې په تنګ شي سړى
زياتي په جنګ شي سړى
چې له اسلامه واوړي
بېخي بدرنګ شي سړى
اخ!علم څومره ښه دى
يوځلې دنګ شي سړى
زهر به ښه وي ورته
چې تېر له ننګ شي سړى
له اوسنيو ښکلو
بايد په څنګ شي سړى
مينه کې يا شي پاچا
او يا ملنګ شي سړى
انورالحق يرغل- ننګرهار