ګڼ افغانان په پاکستان کي د پښتنو د پاڅونونو هرکلی کوي

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، سلواغې۱۹مه) د افغانستان د سولې عالي شورا اجرائیه مشر اکرم خپلواک په اسلام اباد کي د پښتنو د لاريون ملاتړ کړی او دا ئې په سیمه کې د اوږد مهاله سولې په ګټه بللی دی.
خپلواک په اسلام اباد کې د پښتنو د روان احتجاج په هکله وویل، چې خلک باید د سولې او سوکالۍ  راوستو او د جګړې د ختمېدو په برخه کي خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
خپلواک په خپل ټوېټرلیکلي؛ افغانان د ډیورنډ د فرضي کرښې دواړو غاړو ته د ترهګرۍ ښکار شوي دي.
بل خوا په واشنګټن کې افغان ډپلوماټ هارون حکیمي بیا په خپل ټوېټر لیکلي؛ د لسګونو میلیونو پښتنو وېښېدل د تاوتریخوالي په کمېدو او د سولې په راوستو کې یو مهم ګام دی.
همداراز د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل بیا لیکلي:
 د پاکستان د پوځ او استخباراتي شبکې (آی اس آی) پرضد د بلوڅانو، سندیانو او پښتنو را پورته کېده د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کي تر ټولو اغېزمن سټراتیژیک ګام دی.
ګڼو نورو افغاني ډپلوماټانو، د مدني ټولنو غړو او عامو افغانانو هم په ټولنیزو رسنیو باندې په پاکستان کې د پوځ او آی اس آی پرضد د سندیانو، بلوڅانو او پښتنو د راپاڅېدلو هرکلی کړی.