
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۱۹مه) د ملګرو ملتونو د یو تازه راپور له مخې ویل شوي، چې القاعده د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې په نسبت تر اوسه په ډېرو سیمو کې لوی ګواښ دی.
اسوشېټېډ پرېس د دې راپور د کارپوهانو لیکلي؛ د القاعده شبکه تراوسه د پام وړانعطاف لري او د یمن او سومالیا په څېر هېوادونو ته یې ګواښ متوجه کړی دی.
د ملګرو ملتونو دغه ځانګړې ډله چې دغه راپور یې د امنیت شورا ته برابر کړی، پر دواړو ډلو لګول شوي بندیزونه څاري.
ویل شوي، چې القاعده د عربو په ټاپوزمه کې جدي ګواښ بلل کېږي او په ټول منځني ختیځ کې حملې تنظیموي.