پښتون قامي جرګې د خاقان عباسي وړاندیزونه رد کړل

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۱۹مه) د پښتون قامې جرګي او د پاکستان د صدراعظم خاقان عباسي د استازو ترمنځ خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې.
د پښتون قومي جرګې استازو، چې په پاکستان کې یې له پښتنو سره د زور- زیاتیو او ظلمونو خلاف له نژدې ۱۰ ورځو راهیسې په اسلام اباد کې احتجاج ته دوام ورکړی.
دوی تیره ورځ د پاکستان د صدراعظم وړاندیزونه رد کړل.
هتله پاکستان د ټوډې ورځپاڼه په حواله، صدراعظم خاقان عباسي له قبایلي مشرانو سره په کتنه کې وویل، له ټولو امکاناتو به کار واخلي چې د کراچۍ د پولیسو مشر راو انور له کاره لېرې کړي.
معلوماتو له مخې، راوانور د جنورۍ په ۱۳ مه نجیب الله مسید په یوه جعلي جګړه کې وواژه.
د مسید بې رحمانه وژنه سبب شوه چې پښتانه د هغو ټولو ظلمونو خلاف د لومړي ځل لپاره غږ اوچت کړي چې په پاکستان کې له پښتنو سره کېږي.
په اسلام اباد کې روان احتجاج د پښتنو لومړنی پاڅون دی چې د کوم ګوند سیاسي هدفونو او اجنډا ته له پامه پرته د ټول پښتون ولس د روا حقونو لپاره کېږي.