موږ زده کړه غواړو (کيسه ګۍ)

لا يې د ماشومتوب ساعتري کوله، چې پلار يې غږ کړ: راځئ؛ چې نن مو ښار ته بيايم د چکر لپاره، شيان به هم راونيسئ دوی هم ددې خبرو په اوریدو سره په منډه لاړل زر، زر يې کوزه را واخيسته او د اوبو راوړلو لپاره د کوهي په لور روان شول، پر کوهي ِګرد چاپيره ډير ماشومان بوخت وو د هغوۍ منځ ته يې ځان ورساوه، په لوړ غږ يې ټولو ته وويل: تاسو خبر ياست؟! چې نن موږ پلار ښار ته بيايي او ډير شيان هم راته اخلي، نو اوس نوبت موږ ته راکړئ، چې بيړه لرو نورو ورته وويل: په يو شرط نوبت درکوو!؟ دوی څه شرط؟ هغوی:شرط دادی چې؛ هر کله له ښاره بيرته راځئ موږ ته به د ښار کيسې کوئ، دوی سمه ده.

کوزه يې ډکه کړه او د کور پر لور يې منډه کړه د انګړ په منځ کې پر تيږه کيناستل، مخ، پښې او لاسونه يې پريمنځل بيا د کوټې پر لور روان شول مور يې ورته پاکې جامې ورواغوستلی او د پلار څنګ ته په خوښۍ لاړل.

پلار يې ماشومان له ځانه سره د ښار په بهانه ښوونځي ته بوتلل او په لومړي ټولګي کې يې کښينول، پلار ترې بيرته لاړ دوۍ په ښوونځي کې ورځ تر بلې ښه کيدل لا وخت تير شوې نه وه، چې ډير ملګري يې پيداکړل.

چې کورته به راتلل د مور او پلار به يې ډير احترام کاوه، کلونه تير شول دوۍ لويان شول او د ښه راتلونکي په لټه کې شول له ښونځي څخه فارغ شول او د خپل خوښې پوهنتون ته بريالي شول.
مور او پلار يې وويل: ماشاءالله زموږ ماشومان هم له لویو کړاوونو وروسته ستر شول الله(ج) دې ژوندي لري، چې په راتلونکي کې زموږ ساتنه وکړي.

يوه ورځ ناڅاپي په پوهنتون کې د ډزو غږ اوريدل کيږي ټول زده کړيالان په وير کې وي او هڅه کوي، چې ځانونه روغ له دې ځايه وباسي، خو دښمن د ډيرو زده کړيالانو په وژنه بريالي کيږي او د ټولو هيلې ورسره رانغاړي!

هغه ارمانونه د خوب په څير شول؛ چې رسيدو ته يې لږ وخت پاتې وه، هغه مور او پلار خاورې په سر شول چا چې به په خپلو ماشومانو ننګ کاوه، نور ورته ژوند تريخ او تور شو.

هغه هيواد به څه وده وکړي؛ چې د علم پر ځای پکې وسلې او ناوړه څيزونه سر لوړي کوي.

راځئ د هيواد په ودانولو کې رغنده ونډه واخلئ، راځئ د سولې مزه وڅکئ او په ځان يې ومنئ.
د يو سمسور افغانستان په هيله!⁦