پاکستان کې زرګونه پښتانه د آزادۍ غږ پورته کوي

(روهي ـ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۱۸مه)  له کابو یوې اوونۍ را په دیخوا کوزې پښتونخوا کې په زرګونه پښتانه په اسلام اباد کې را ټول شوي او د آزادۍ غږ پورته کوي.
لاریونوال وايي، چې دوی نور نه غواړي د پنجاب تر قیادت او کنټرول لاندې سیاست کې ژوند وکړي.
هممهاله د خیبر پښتونخوا ځینو سیاسي او حزبي مشرانو هم په دې لاریون کې ګډون کړی. هغوی د ددې لاریونوالو او د خپلې سیمې خلکو د حق غوښتلو ناره یې په حقه بللې ده.
په پاکستان کې دا احتجاجونه وروسته له هغه قوي شول، چې په سند ایالت کې پښتون قوم پورې اړوند د مسیدو قبیلې یو تن ځوان په مرموز ډول سره وه وژل شو.
د پېښور په شمول پاکستان په ټولو لویو ښارونو کې له تیرو څو کلونو را په دې خوا د پښتون قوم ځوان، سیاسي مخور، او مشران په مرموز ډول سره وژل کیږي.
لاریون کوونکي د دا ډول هدفي وژنو پړه د پاکستان په حکومت واچوله او دا یې د پښتون نسل وژنې د پروژې یو برخه بللې کومه چې د لاریون کوونکو په وینا دا پروژه د پنجاب لخوا په منظمه توګه په مخ بیول کیږی