
(۱۳۹۶لمریز،سلواغې۱۸مه) په کابل کې د روسيې سفير ښاغلي الکساندر مانتیتسکي نن په یوې خبرې کې ویلي، چې د افغانستان جگړه پوځي حل نه لري او دغه کړکېچ بايد د سياسي جوړجاړي له لارې اوار شي.
هغه دا خبرې د افغان جگړې په اړه د امریکايي چارواکو د تازه څرگندونو په درشل کې کړې دي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي و چې له طالبانو سره، د سولې خبرې نه کوي ځکه طالبان ملکي خلکو وژني.
په همدې حال کې په کابل کې د روسيې سفیر ښاغلی مانتیتسکي وايي:
"د امریکا په نوې سټراټيژي کې ډېری ټينگار د مخالفينو پر ځپلو او له منځه وړلو شوی، خو زموږ نظر او ارزونه دا ده، چې دا بحران له پوځي لارې نه اواريږي او د دې لپاره بايد له سياسي لارو چارو کار واخیستل شي."
نوموړي زیاته کړې، چې له طالبانو سره د مذاکراتو د نه کولو په اړه، د ولسمشر ټرمپ اعلان زموږ اندېښنې زياتې کړي او د هغه په باور چې امریکا له طالبانو سره د روغې جوړې هوډ نه لري.
د روسیې سفیر په وینا؛ روسیه په دې یقین لري، چې د افغان کړکېچ د اواري لپاره دې له طالبانو سره رښتينې خبرې وشي، تر څو افغانان له دې ترينگلي وضعيته ووځي او په سولې کې ارام ژوند وکړي.
دغه روسي ډيپلوماټ ټينگار کړی، چې د سولې او پخلانې دروازې دې هېڅکله نه تړل کېږي.
ښآغلي منتیتسکی له افغان حکومته وغوښتل، له امریکا سره په ګډه د داعش ورکولو لپاره رښتينې هڅې وکړي او وړانديز يې کړی، چې هېواد په دې اړه هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.