تور داغ

پښې یې ور ټولې کړې، د ونې پوچې تنې ته یې ډډه ووهله، پورته یې وکتل، پر څانګه ناستې دوه مرغۍ یو پر بل ښکته پورته کېدې. بوډا وموسکل، ونې ته جوخت شو، لونګۍ يې پر تندي ټیټه شوه، وسونګېد، بې‌بوټه پښه یې پر پلاستیکي فرش وغځوله، پایڅه یې ټوله شوه، پر لنګي یې د زاړه زخم تور داغ ښکاره شو....

ځوان د بوډا لوڅې پښې ته وکتل، سترګې یې کش کړې، حیران شو، شونډې یې وخوځېدې: ماما!.
بوډا ووېرېد، له سپینو وېښتو ډک لاس یې پر فرش وڅښېد، کوږ شو. ځوان ټوپ کړل، په غټو لاسونو یې بوډا له ړنګېدو بچ کړ....

سړي په خندا وویل: ههههه!، بچیه سخت وډار شوم.
ځوان د بوډا پر زخمي پښه سترګې خښې کړې، خوله یې پوښتنې ته جوړه کړه؛ خو سړي وار ونیو، د ځوان غوړو ويښتانو ته یې وکتل، مرۍ یې تازه کړه:
ــــــ بچیه! په ډېر ښه خیال کې ډوب وم، کاش! چې څو شېبې دې راباندې غږ نه وای کړی؛ زما یو شوخ زوی و، ټوله ورځ به یې لینده تر غاړې وه ‌‌ــــ ‌په پردیو باغو کې به یې خړې مرغۍ ویشتې. که څه هم ماشوم و؛ خو ما به ورته تل بدې‌-ردې ویلې. بوډا وټوخېد، جېب ته یې لاس کړ، خړ دسمال یې پر پوزه ونیو، په لوېدلي غږ یې زیاته کړه: خو خدای د د خان مېنه سپېره کا!...

ځوان، د بوډا وړو سترګو ته ځیر شو، په حیرانتیا یې وپوښتل:
ـــــــ ولې ماما، خان خو ډېر ښه سړی دی!؟

د بوډا سر وځړېد، د پلاستیکي فرش په دوه شنو کرښو یې ګوتې کېښوې او ویې ویل:
ـــــــ نه، زویه ماته د دې خلکو، بنیاد معلوم دی. یوه ورځ یې د مشر زوی واده و، ما او زوی مې په یوه کاسه ناست و، له ډوډۍ وروسته چې راووتو، په دروازه کې د ناوې موټر ولاړ و. ما مې زوی تر مټ ونیو او په تېزۍ د خپل کور خواته روان شو. موږ لا کور ته نه وو رسېدلي، چې ډزې شوې، له څو شېبو وروسته نور په ځان نه یم پوه شوی؛ خو کله چې مې سترګې وغړولې؛ نو د کلینیک په بستر خونه کې پروت وم. لږ چې وخوځېدم، پښې مې درد وکړ. مېرمنې مې رامنډه کړه. ما زر د هلک پوښتنه ترې وکړه؛ خو هغه چوپه ولاړه او مړې سلګۍ یې وهلې....
بوډا وټوخل، دسمال يې خولې ته ونیو، زور یې وکړ، پاڅېد، غلي یې وویل: که یې مرغۍ نه وای ویشتلې؛ نو د خان د سپېره زوی په هوايي ډزو کې به نه مړ کېد....
پای