امريکا د يوې شورا د جوړولو هڅه کوي، چې اوسني حکومت ته پنځه کاله نور هم مشروعيت ورکړي

روهي (څلور نۍ/۱۸ د سلواغې)، د خپره شوي راپورنو له مخې، امريکا هڅه کوي، ترڅو د پخوانيو حکومتي چارواکو او جهادي رهبرانو څخه داسې يوه شورا رامنځ ته کړي، چې د ملي يووالي حکومت ته پنځه کاله نور هم مشروعيت ورکړي.

د راپورنو په اساس له پخواني ولسمشر حامد کرزي، د اسلامي ګوند مشر ګل البدين حکمتيار، جهادي مشر عبدالرب رسول سياف، د سولې شورا له مشر کريم خليلي، د افغانستان د نويې جبهې له مشر انورالحق احدي او يو شمېر نورو مشهور څېرو سره خبرې کيږي، چې د ملي يووالي د اوسني حکومت موده اوږده کړي او راتلونکې ټاکنې د پنځو کالنو لپاره وځنډوي.

ويل کيږي، چې امر يکا دغه مشرانو ته د لويو امتيازونو وړاندېزونه کړي او هڅې يې روانې دي، چې ياد مشران په دې شورا کې سره راټول او د پنځو نورو کالنو لپاره د ملي يووالي حکومت ته مشروعيت ورکړي.

ويل شوي، چې د امريکا په هڅو د ملي يووالي حکومت د لا نورو پاتې کېدو په موخه د يادې شورا له جوړېدو سره، يو شمېر مشرانو توافق ښوودلی خو ځينې نور يې بيا سخت مخالفت کوي.

تر اوسه په رسمي ډول حکومت، پخوانيو جهادي او حکومتي مشرانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د افغانستان روان وضعيت په کتو، شنونکي په دې اند دي، چې د ملي شورا د ټاکنو په څېر به د ولسمشرۍ ټاکڼې هم د يو اوږد وخت لپاره وځنډيږي.