
ښايي نن د پښتونخوا د هريپور د ترهګرۍ ضد محکمه د مشال خان د دوسيې په اړه، وروستۍ پرېکړه وړاندې کړي.
هلته ځايي خلک وايي، چې له هریپور زندان بهر ډېر خلګ را ټول شوي او د محکمې د پرېکړي په انتظار دي.
مشال خان د پښتونخوا مردان ولسوالۍ کي د عبدالولي خان پوهنتون هغه محصل و، چې د ۲۰۱۷ میلادي کال د اپرېل پر ۱۷مه د د ياد پوهنتون ځینې محصلینو دین ته د سپکاوي په تور مشال خان وواژه.
د پاکستاني پولیسو او استخباراتي ادارو له پلټنو وروسته، په ډاګه شوې چې مشال خان دین ته د سپکاوي کومه خبره نه وه کړې.
د هغه د وژنې په تور ۷۵ کسان نیول شوي چې ډېری یې د عبدالولي خان پوهنتون محصلان دي.