
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۱۸مه) د راپورونو له مخې ویل شوي دي، چې افغان پولې ته څېرمه د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې د پاکستانیو پوځیانو پر موټر برید شوی دی.
هلته رسنۍ د شمالي وزیرستان د ځايي امنیتي مسوولینو په حواله؛ دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ سهار د شمالي وزیرستان د میر علي تحصیل په عیدک نومي سیمه کې شوې ده.
ویل شوي، په دغه سیمه کې د پاکستانیو پوځیانو پر موټر راکټي برید کړی چې په نتیجه کې یې ۲ پوځیان مړه او ۳ نور ټپیان شوي دي.
امنیتي ځواکونو تر برید وروسته سیمه محاصره کړې، تلاشي عملیات يې کړي او زیاتوي چې د پېښې ټپي شوي سرتېري د درملنې لپاره د بنو پوځي روغتون ته وړل شوي دي.