
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۱۸مه) د راپورونو له مخې ویل شوي، چې یو ایراني الاصله امریکایي وګړی باقر نمازي بېرته د اوین زندان ته واچول شو.
نوموړی د درملنې لپاره د لنډې مودې لپاره، له زندان څخه ایستل شوی و.
د هغه کورنۍ وکیل جارد ګنسر په واشنګټن کې ویلي؛ سره له دې چې نمازي ته روغتیا پالو سپارښتنه هم کړې وه، خو چارواکو ورسره اړیکه نیولې او ورته ویلي يې دي چې ژر تر ژره دې زندان ته ور ستون شي.
باقر نمازي د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق یونېسف پخوانی کار کوونکی و.
ښاغلی نمازي دوه کاله مخکې تهران ته تللی و څو خپل زوی وګوري خو دواړه له "دښمنو بهرنیو هېوادونو" سره د همکارۍ په تور په لس کاله بند محکوم شول.