تېر کال ۱،۵ ميليارد ځيرک ټليفونونه پلورل شوي دي

په تېر ۲۰۱۷ کال کې د پلورل شویو ځيرکو ټليفونونو احصائيې خپرې شوې چې د سامسونگ کمپنۍ توليدات بیا هم پکې په لومړۍ ليکه راغلي دي.
دوو موسسو انټرنېشنل ډېټا او انالیتیک په خپلو کلنيو راپورونو کې په ۲۰۱۷ کال کې د پلورل شویو ټليفونونو درجه بندي خپره کړې ده. په دغو راپورونو کې راغلي چې یوازې په ۲۰۱۷ کال کې ۱،۵ میلیارد سمارټ فونونه پلورل شوي چې ډېری يې د سامسونګ کمپنۍ توليدات دي.
د شمېرو له مخې سامسونګ په وړم ۲۰۱۶ کال کې هم په لومړي کتار کې راغلی و چې په نړیوالو درجه بنديو کې یې د ډېرو موبایلونو په پلورلو سره لومړی ځای خپل کړی و. دې دوو موسسو د ټليفونونو د بېلابېلو ډولونو د پلور په اړه معلومات خپاره کړي چې په ټوله کې د ۲۰۱۷ کال او په ځانګړي ډول د هغه کال په وروستیو دریو میاشتو کې د پلورل شویو ټليفونونو شمېر پکې ښودل شوی دی.
په راپور کې راغلي چې د ۲۰۱۷ کال په وروستیو دریو میاشتو کې امریکایي شرکت اپل توانېدلی چې ۷۷،۳ میلیونه بېلا بېل ایفونونه وپلوري؛ خو سامسونګ بیا توانېدلی چې په ټول ۲۰۱۷ کال کې ۳۱۷ میلیونه موبایلونه وپلوري او د ۲۰۱۶ کال په څېر په دې برخه کې لومړی مقام خپل کړي.
په راپور کې د چین نوي برنډ (شیائومي) ته هم اشاره شوې چې د ۲۰۱۶ کال په پرتله یې په ۲۰۱۷ کال کې دوه برابره ډېر پلور درلود او د خلکو پام یې ځان ته اړولی دی. د را پور له مخې دغه شرکت په ۲۰۱۶ کال کې ۱۴،۳ میلیونه، خو په ۲۰۱۷ کال کې بیا ۲۸،۱ میلیونه موبایلونه پلورلي دي.
د کال درې وروستۍ میاشتې د پلور له مخې ځکه غني ښودل شوې دي چې ډېری بهرنیان د کرېسمېس په رخصتیو کې ډېره خرچه کوي او د خپلې خوښې وړ توکي پېري؛ داسې چې ان ځینې شرکتونه یې د اجناسو له کمښت سره هم مخ کړي وي. دغه څه بیا په ټکنالوژيکي وسایلو لکه موبایل او دې ته ورته نورو توکو کې بېخي بې ساري وي.
د معلوماتو له مخې د وړم ۲۰۱۶ کال په وروستیو میاشتو کې ۴۰۰ میلیونه موبایلونه، خو د ۲۰۱۷ کال په وروستیو دریو میاشتو کې بیا ۴۳۸ میلیونه ټليفونونه پلورل شوي دي.
د راپور له مخې په ۲۰۱۷ کال کې په هرو ۵ پلورل شویو موبایلونو کې یو یې د سامسونګ توليد ښودل شوی دی. له سامسونګ وروسته اپل ۱۴،۷ سلنه بازار خپل کړی و چې د درجه بندۍ په دویم کتار کې راغلی دی. چینایي شرکتونو (هوواوې) او (اوپو) بیا په ترتیب سره درېیم او څلورم ځایونه خپل کړي دي. د ۲۰۱۶ کال درجه بندي هم په همدې ډول وه چې کوم ځانګړی بدلون پکې نه تر سترګو کېږي. په دې څېړنه کې د نورو ډېرو مشهورو برنډونو هغه که پر ټکنالوژۍ سمبال دي او که نه، د پلور شمېرې هم ښودل شوې چې دلته يې په اړه له بحث کولو ډډه کوو.
د یادولو وړ ده چې د دې دوو موسسو څېړنې له یو بل سره لږ څه توپیر کوي، خو په ټوله کې ویلی شو چې په تېر ۲۰۱۷ کال کې لږ تر لږه ۱،۵ میلیارد سمارټ فونونه پلورل شوي دي.
داسې ښکاري چې سږ کال به هم سامسونګ یو ځل بیا دغه ځایګی وساتي، ځکه ټاکل شوې چې دغه شرکت خپل نوی محصول سامسونګ اېس ناین او سامسونګ اېس پلس بازار ته وړاندې کړي. مخکې له مخکې د سامسونګ ناین اېس د ځانګړنو په اړه معلومات خپاره شوي دي. که څه هم د دې موبایلونو د سافټ په اړه څه نه دي ویل شوي خو ویل کېږي چې مخپاڼه به یې ۵،۸ انچه او بېټرۍ به یې ۳۰۰۰ میلي امپیره وي. د ځینو معلوماتو له مخې د سامسونګ نوي موبایلونه تر ډېره له سامسونګ (۹) سره  ورته والی لري، خو یو څه چې له انځورونو ښکاري دا دي چې لاندنۍ حاشیه یې د نورو په پرتله نرۍ او کمه شوې ده.
سامسونګ دغه راز پتېيلې ده چې د ګلكسي اېكس په نامه يو نوى ماډل ټليفون چې د جېب د بټوې په څېر د قات کېدو وړ دی بازار ته وړاندې كړي. تمه كېږي چې دا ټليفون د ۲۰۱۸ زېږدیز كال په پاى او يا هم د ۲۰۱۹ زېږديز كال په پيل كې بازار ته وړاندې شي. د یادونې وړ ده چې د سامسونګ ناین اېس ټليفونونو د ځانګړنو په اړه په بېلابېلو رسنیو کې ضد او نقیض معلومات خپاره شوي دي خو دا چې په رښتیا سره به په سامسونګ ناین اېس کې څه ډول تکنالوژي کارول شوې وي وخت به یې ځواب ووایي.