
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۱۸مه) د ایران هېواد له ولسمشر ماڼۍ یو راپور خپور شو. له راپور څخه معلومیږي، چې په ایران کې له څو لسيزو راهيسې نافذو، د حجاب د قوانینو پر اړه د خلکو نظر بدل شوی.
په دغه هېوا کې اوس د ايران کابو نيمايي وگړي په دې باور دي، چې د حجاب پر سر کول بايد پخپله خوښه وي.
دا راپور د ایران حکومت په داسې حال کې خپور کړی، چې د ځايي پولیسو په وینا؛ په همدې وروستيو ورځو کې یې د اجباري حجاب پر ضد د احتجاج له امله، ځينې ښځې نيولې دي.
دا راپور د نورو کلنو سره پرتله شوی، ښيي چې د ښځو پر جامو باندې د هغه قانوني محدويت څخه ملاتړ ډير زيات کم شوی دی.
په دغه هېواد کې د ستراتيژيکو مطالعاتو د مرکز په حواله؛ په ۲۰۰۶ ميلادي کال کې کابو ۳۴ سلنه ايرانيان په دې باوري وو چې حکومت بايد په دې اړه کومه لارښونه ونه کړي چې ښځې باید څه په تن کړي.
د دغه مرکز معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۴ميلادي کال کې دغه سلنه ۴۹ ته لوړه شوه چې ويل یې ښځې بايد پخپله خوښه جامې واغوندي.
په دې اړه له معترضینو يوې ښځې ویلي:
"زه ډاډه يم که چيرې دا څيړنه نن ترسره شي نو دغه شمير به نور هم زيات وي."
د ایران په مختلفو ښارونو کې دې مسئلې غبرگون را پارولي، چې په پایله کې د دولت او دولتي ادارو پر ضد د د لاریونونو یوه لړۍ رامنځته شوه.
د ایران روحاني مشر آیت الله علي خامنه يي، د لاریون د پارولو تور پر بهرنیانو باندې لګولی دی.
هغه ټينگار کړی، چې حکومت بايد د لاریونوالو غوښتنو ته غوږ ونيسي.
بل خوا د ايران لوی څارنوال جعفر منتظري هم د حجاب پر ضد روان احتجاج هم د بهرنيانو دښمنانو کار وباله او ويې ويل چې د هغوی د اغیزې په نتيجه کې رامنځته شوی.