
د طالبانو د تحریک د ابتدا نه د مرحوم لوی ملا صاحب تر وفات پوري، فرهنګي کمېسيون او ويندويان یې، نه چاته بې ځايه اختارونه ورکولای شول او نه یې بې اساسه خبرې د رسنيو سره کولی شوې، ځکه چې لوی ملا صاحب به چې څه ويل عملي کول به يې، هسې په دروغو اختارونه به یې چاته نه ورکول، چې دا په هغه وخت کې د امارت يوه ځانګړتيا وه، چې تر اوسه د خلکو په خولو کې ده.
خو د کله چې مرحوم ملا صاحب وفات شوی، او بیا د ملا اختر محمد منصور صاحب له شهادت وروسته ځينی داسې کسان واک ته ورسیدل یا واک ورکړل شوی دی، چې خپل مسؤلیت نه پيژني او یوازې د خپل مسؤليت په نامه یې اکتفاء کړي، دا هم احتمال لري چې په داسې ځای کې ساتل کیږي چې په خپلو خبرو او نظرونو کې استقلال نه لري.
دا ډول خلک له تیر يو نيم کال څخه نه ځان چاته ښيی او نه يې غږ چا اوریدلی، د مرګ، ژوند، ازادۍ او غلامۍ څخه یې څوک نه دي خبر، او نه څوک پوهیږي چې څومره مستقل دي.
نو د همدې کبله په طالبانو کې خودسري له کنتروله وتلې ده. د مثال په توګه د فرهنګي کمېسيون د مشرانو نه د اميرخان متقي او احمد خان متقي یادونه کولی شو، چې په کويټه او پنډئ کې میشت دي، د پاکستاني ادارو په مشوره په ازادانه ډول خپرونې کوي او دبریدونو دمسؤلیت اخستلو او نه اخستلو اجازه تری اخلي.
د درواغو خبرو یوه بیلګه يې هلمند ته دامیر المؤمنین سفر وه، چې تیر کال يې دخپل دښمن جنرال رازق ادعا په درواغو ډنډوره کړه، حال دا چې نوموړي هلته سفر ندی کړی.
بله مهمه خبره اشغالګرې امريکا ته د اختارونو ده، نو څرنګه چې امریکا په افغانستان تیری کړی او د اسلام دښمنه ده، نو باید تل تر بریدونو لاندې ونیول شي، ترڅو وتلو ته مجبوره شي. خو سوال دا دی، چې پاکستان تر اوسه طالبان د بریدونو څخه منعه کړي وو، نو اوس یې ولې په افغانستان کې د غټو بریدونو د مسؤلیت اخستلو اجازه ورکړه؟ او په یوه اعلامیه کې يې د دوی په استازیتوب اخطارونه ورکړل؟؟؟
اوس موږ ګورو چې پاکستان د طالبانو په اوږه راکټ چلوي اوطالبان يې هم په خوشالی ورسره مني، بله دا چې پاکستان امریکا ته د ډرون درانسکورولو ګواښ کړی وو، خو ولې يې راونه غورځول، ځکه د ډرون دراغورځولو په ځای يې په ډیر حساس وخت کې طالبان استعمال کړل خو متاسفانه طالبانو ته يې هیڅ ګټه ونه کړه او نه پاکستان ورسره داسې ملګرتیا وکړه په کومه اندازه چې دوی ورسره اخلاص کړی وو.
د طالبانو تحریک باید خپل استقلال پخپله وساتي او د خپل مسؤلیت تر حده کار وکړي او د فرهنګي کمېيون مشران باید د خپلو ځانو د مصلحت او حفاظت په خاطر ټول تحریک نوی مشکلاتو ته ورټیل نه وهي او دپردیو په اشاره نور اعلانونه او بیانونه ورنکړي.
بله د حقیقت څخه لیرې خبره، چې ددوی ویندویان يې کويې دا ده، چې وايې مشرتابه يې د افغانستان په دننه کې دی، او دا ځکه چیې شوراګانې او تصمیم نیول يې په کویټه او پيښور کې کیږي، اودسیاسي دفتر غړي پنډئ ته احضار کیږي او داسې نور.
په اخیر کې وایم چې درواغ او د بل په ژبه او غوشتنه خبرې کول دطالب ویندویانو سره مناسبې نه دي، هجرت په هر چا فرض دی او دیار هجرت خپل شرايط لري، نو چې څوک جنګ کوي مجبور دی یو ځای ته پناه یوسي، خو خپل واک او اختیار بل ته ورکول، د بل دګټو لپاره خپل ملګری، خلک او هیواد قرباني کول نه دي په کار.
او د سرشندونکو داخلاص څخه باید سوء استفاده ونه کړي او د هغوی اخلاص اوقربانۍ د بل چا دمصالحو قرباني نه شي.
هغه کسان چې د امارت اهداف دمنځه وړي، د امارت نوم بد وي او د طالب په نوم د هر ډول جرمونو مرتکب کېږي د هغوی مخه بايد ونيول شي