
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۱۸مه) افراسیاب خټک وايي، چې د وزیرستان له پښتنو سره ډېر ظلم شوی، دوی ترهګرۍ ځپلي دي، د امنیتي ځواکونو او ترهګرو ترمنځ په نښتو کې هم بې ګناه وژل کېږي.
هغه زیاته کړې، چې له خپلو غوښتنو نه په شا کېږو، تر هغې به درسره يو تر کومې مو چې مسئلې حل شوې نه وي.
بل خوا اسفندیار ولي خانهم له معترضینو سره د لیدنې په مهال په یوه خوله د هغوی له روانې مبارزې ملاتړ اعلان کړ او ويې ویل، دغه مبارزه به تر هغې دوام ولري چې غوښتنې یې نه وي منل شوې.
هلته د پښتنو د سیاسي ګوندونو مشرانو افتاب خان شېرپاو، اسفندیار ولي خان، محمد خان اڅکزي او افراسیاب خټک زیاتوي، چې نور باید د پښتنو د وژنې لړۍ پای ته ورسېږي.
افراسیاب خټک په وینا؛ دغو معترضينو چې د اسلام اباد په تاريخ کې يې تر ټولو سوله ييز، منظم او با ډسپلينه احتجاج کړى، معقولې سياسي غوښتنې وړاندې کړې دي .
د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان بیا په دې ناسته کې وویل؛ حکومت بايد د نقيب الله مسود په وژنې تورن پخوانی پوليس چارواکی راو انور ونيسي او له هغه دې دا تحقيقات وکړي چې نور يې په جعلي پوليس مقابلو کې څومره پښتانه وژلي دي.
لاریونوال ټینګار کوي، چې د خپلو غوښتنو تر منلو پورې به هلته ناست وي.
دوی د پولیس مامور راو انور د نیولو غوښتنه کوي چې د جنوري میاشتې په ١٣مه نېټه یې په یوې جعلي مقابلې کې نقیب الله مسود وواژه.